(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لوی اختر په مناسبت په اوسلو کې د افغانانو د کلتوري ټولنې په نوښت ازاده مشاعره

[08.Dec.2007 - 21:49] په اوسلو کې د افغانانو کلتوري ټولنه په پام کې لري چې دروان کال ددسمبر په ۱۶مه نېټه دنیکمرغه لوی اختر په ویاړ یوه ازاده مشاعره جوړه کړي. په دې وسیله په ناروې او نورو هېوادونو کې اوسېدونکو شاعرانو او لیکوالانو ته بلنه ورکوو چې په دې مشاعره کې په ګډون کولو، او دخپلو شعرونو په اورولو سره مشاعره رنګینه کړي. همداراز د شعر مینه والو ته هم په ورین تندي ښه راغلاست وایوو.

وخټ: د غرمې وروسته ۳ بجې تارونه: مصطفی امن: ۹۵۷۷۵۵۸۲(۰۰۴۷) نظیف الرحمن سرشار۹۹۶۹۶۴۹۸(۰۰۴۷)

- نظیف الرحمن سرشار
بېرته شاته