(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په اوسلو کې د پښتو ژبې لومړنۍ مشاعره وشوه

[17.Dec.2007 - 20:40] په اوسلو کې د افغانانو د کلتوري ټولنې په نوښت په ۱۶ ددسمبر د ۲۰۰۷ زئيځ کال د پښتو ژبې شاعرانو یوه خوږه مشاعره وکړه. دا مشاعره چې د نیکمرغه لوې اختر په ویاړ په پام کې نیول شوې وه، د ټولې ناروې څخه ورته د سیاسي نظریې، قامي، ژبني، سیمه ایز او مذهبي توپیر پرته شاعران، لیکوالان او د شعر او ادب میینان راغوښتل شوي وو.
مشاعره ازاده او خپلواکه وه او هر شاعر خپل شعر د سانسور پرته حاضرینو ته وړاندې کړ. څرنګه چې دا په ناروې کې یو نوې نوښت و، ډیر زیات افغانان، زاړه، ځوانان او تنکیي ځوانان ورته په شوق سره راغلي وو. د مشاعرې ګډونکونو د شاعرانو شعرونه په تودو چکچکو اود احساساتو په څرګندولو سره تشویقول. مشاعره د غرمې وروسته په ۴ بجو د پاک قرآن په تلاوت سره پېل شوه. د تلاوت څخه وروسته د ملي شاعر ارواښاد استاد ملنګ جان شعر د ښاغلي محمد حنیف سعدول لخوا واورول شو. وروسته بیا په وار سره ښاغلو هنر غېرت، عظم الدین علیمي، رباني خان، محمد یوسف خدمتګار، الحاج محمد نادر سرشار، مصطفی امن، اجمل اټک یوسفزي، حیات الله ایمل، فرهاد افریدي، ډاکتر اسحاق، حکیم الله او ریاض ناني خېل خپل شعرونه ولوستل. همداراز د جرمني څخه انجنیر فریدالله ساپي او عزیز الرحمن سرشار مشاعرې ته خپل شعرونه رالېږلي وو چې د مصطفی امن او لطیف الرحمن سرشار لخوا واورول شوو. د مشاعرې په وروستیو شېبو کې ښاغلي انجنیر محمد انعام واک مشاعره وارزوله او ویې ویل چې دداسې یوې مشاعرې جوړول د لومړي ځل لپاره په ناروې کې یو نیک قدم دې او هیله یې څرګنده کړه چې دا لړۍ دوام پېدا کړي. د مشاعرې په پاې کې په اوسلو کې د افغانانو د کلتوري ټولنې مشر نظیف الرحن سرشار د مشاعرې ګډونکونکي د ټولنې لخوا تیارې شوي ماښامنۍ ته راوبلل شو. د مشاعرې په پای کې سندریزه پروګرام هم حاضرینو ته وړاندې شو.

خدای ج دې مین ډېر کړه چې خېرې کوی نور راته هیڅ چل ددوعـــــــــــــــــا نه راځي

- نظیف الرحمن سرشار
بېرته شاته