(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعوت پرله پسې ۲۰۱- ۲۰۲ ګڼه چاپ شوه

[18.Dec.2007 - 19:59] دعوت پر له پسې ۲۰۱- ۲۰۲ ګڼه چې د سریزې تر څنګ دا مطالب پکې خپاره شوي دي: • سرلیکنه محمد طارق بزګر • ښي او کیڼ لاسو مشرانو ګډه ټلواله پرانستله دوهم مخ • استاد عثمان روستار تره کی د دعوت سره په مرکه کې ۳ مخ • میرمن بینظیر بوټو د محمد طارق بزګر سره په مرکه کې ۴-۵ مخونه • د پاکستان د بشری حقونو وکیله اسما جهانګیر د دعوت د یوې پوښتنې په ځواب کې ۵ مخ • ه ملی جبهه یا ملي جبه؟ پوهاند حسن کاکړ • د ملی پخلاینې منشور او متحده ملی؟! ټلواله ۹ مخ • متحده جبهه او ویشلی فکرونه ۱۱ مخ • متحده جبهه+ شورای نظار د ((مسعود)) نیمګړی پلانونه بشپړوي رحیمه ساپۍ • د متقابلې جبهې جوړول، (ملی جبهه پیاوړې کوي) محمد زمان • ملی جبهه د خطر زنګ جمال رحمان • د متقابلې جبهې جوړول، (ملی جبهه) پیاوړې کوی حبیب الله اسد • زاړه انډیوالان او نوې جبهه؟ ۱۸ مخ • متحده جبهه د څه لپاره؟ امرالله امید • متحده جبهه؛ ولې پارلماني سیستم ۲۰ مخ • آیا متحده جبهه په رښتیا هم یوه ملي جبهه ده؟ غلام جیلاني ځواک • د جبهو جوړولو لوبه به ترکومه توده وی؟ ګل اغا احمدي وردک • اسلامي کمونستي جبهه؟ اتل جغتو وال • ملی جبهه قانونی اجازه نه لري د عدلیې وزیر له اسلامي جبهې سره د پاچا کورنۍ هم په سیند لاهو شوه اسدالله جلال • ملي جبهه وال کوټ کوټ په افغانستان کې کوی خو هګې په روسیه او ایران کې اچوي (انجنیر زکریا) • ملی متحده جبهه له عدالت څخه د خلاصون هڅه ده ځینې وکیلان • یوې مهاجرې افغاني میرمن پنځه تنه کاشومان وزیږول خبر • ربانی صاحب، نور بس ده! ډاکټر عبدالباري د وریښمو کارون ویرځپلو کندهاریانو عبدالغفور لیوال چاره (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل د وطن محبت ارواښاد استاد ګل پاچا الفت پرانستی لیک استاد حبیب الله رفیع ګوانتانامو انجنیر کبیر کاکړ آزادي ارواښاد استاد ګل پاچا الفت هیواد ته ع، ق، جبارخیل، استرالیا • او نور ډیر په زړه پورې مطالب انګلیسي مطالب • Benazir Bahto in interview with Datat By. M. Tariq Bazger • Is the National front In the Interset of the Nation? By Dr. M. Hassan Kakar • Asma Jahangeer in Interview with Dawat by. M. Tariq Bazger • په سرلیکنه کې لولو: ملي جبهه که ملي ضد جبهه؟ ---------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------- حزبونه، اتحادونه، ائتلافونه، جبهې او .... جوړول په یوې نورماله ټولنه کې نورمال او عادی کار دي. سیاسي ډلې د خپلو ګډو موخو په خاطر په فکري لحاظ د نژدو فکري ډلو ټپلو سره د نورو رقیبانو د سیاسي څملونې او د خپلو سیاسي غوښتنو د پلي کولو له پاره یو ځای کیږي. او دا کارونه په ټولو دموکراتیکو او رسیدلو ټولنو کې یو معمول کار دی په ځانګړی ډول کله چې دا سیاسي ډلې د ولس او ټولنې په منځ کې په خپل وزن او راتلونکو چانسونو پوه شوي وي نو دې کارونو ته چې پاس ورته اشاره وشوه لاس اچوي. خبره په افغانستان کې د ملي جبهې په جوړیدو ده چې د ناڅرګندو موخو په خاطر متجانس عناصر پکې راغونډ شوي دی. هغه عناصر چې ولس یې د پخوا نه پیژني او د هر ډول کړو وړو سره یې بلد دي، هغه عناصر چې تر پرونه يې یو د بل سرونه پریکول، او هغوئ چې د تیرو دوه نیمو لسیزو لوبغاړی وو او دي. نن په یوه جبهه کې سره راغونډ شوي دي. چې دوئ ورته ملی جبهه وایي . پوښتنه دا ده چې ولې او د څه لپاره؟ پوښتنې خو ډیرې او ځوابونه د نشت سره برابر دي. خو دا چې آیا دوی په رښتیا غواړي د افغان ولس د ستونزو د حل له پاره یوه رښتیني لار پیدا کړي او که موخه دا ده چې د خپلو تیرو او اوسنیو کړو وړو د پټولو، او د راتلونکې له پاره د يوې پشتوانې د پیدا کیدو په خاطر په یوه پردې جوړ دسترخوان سره راغونډ شوي دي. یوه پوښتنه دا هم ده چې دغه جبهه تر کومه حده په خپلو پښو ولاړه ده په داسې حال چې د لږکیو د مختلفو ډلو ټپلو نه جوړه او د اکثریت افغان ولس درک پکې نشته چې روسیې او د ایراني ملایانو افغان دښمنه رژیمونو ترینه د تیر په څیر په ښکاره ملاتړ کړي او اوس یې هم هر ډول مالي، پوځي او سیاسي ملاتړ ته ټینګ ولاړ دي. دا چې افغان ولس به د دغې په اصطلاح ملې جبهې ملاتړ وکړي او که د دوئ د تیرو اعمالو په رڼا کې به دوی د پخوا په څیر استفراق کړي دا به وخت څرګنده کړي خو په لنډه کې د دري ژبې دا دوه معقولې: اين راهی که تو ميروي به ترکستان است او ازموده را ازمودن خطا است ----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

زموږ ملک د ګــــډ قامونو شريک کـــــور دی په دې ملک کې هر يو قام د بل قام ورور دی د خـــپل شمير په کچ هر قام ته په کار دي هسې نه چې د يو تش د بل ډک شکور دی

یادونه: درنو هېوادوالو که وغواړۍ چې دعوت ستاسې په پوستي پته تاسې ته درورسیږی نو په خپل ګډون سره دا کار کولای شئ. دعوت د افغان ولس غږ چې د خپلو هېوادوالو د مالي مرستو پرته مو.هیڅ مالي منبع نه لرو.
Dawat P.O.Box 289, 2001 Lillestrøm Norway

www.dawatnet.com

E-mail: [email protected]

www.dawatnet.com/ariki.shtml

- محمد طارق بزګر
بېرته شاته