(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

میرمن بېنظير بوټو ووژل شوه

[27.Dec.2007 - 23:17] دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره او د پیپلز پارټۍ(خلکو ګوند) مشره میرمن بېنظير بوټوچی ۵۴ کاله عمر یی درلود ووژل شوه
نوموړې د ۲۰۰۷ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۲۷ نیټه د پنجشنبې په ورځ د راولپنډۍ د لياقت باغ په سيمه کې دزرګونو ملاتړ کونکو يوې غونډې ته له وينا وروسته د ستنيدو په حال کې وه چې د بريد لاندې راغله . د پاکستان د خلکو د ګوندچارواکو ويلي دي چې له بريد وروسته دوى میرمن بېنظير بوټو په ټپي حالت کې روغتون ته ورسوله خو دهغې په بدن د ډيرو ټپونو له کبله ډاکټرانو ونشو کړاى چې د نوموړې ژوند وژغوري . ځينې خبرې سرچينو ويلي دي له بريد څخه وړاندې چې پخوانۍ لومړۍ وزيره بيرته ستنيدله او د سپرلۍ ګاډي ته يې نژدې ور ورسيدله پنځې ډزې پرې وشوې او يوه مرمۍ د نوموړې پر غاړه ولګيده. دپاکستان د خلکو د ګوند يو وتلي مشر بابر اعوان د میرمن بېنظير بوټو وژنه په نښه شوى کار وباله او وويل چې د غونډې پر مهال میرمن بېنظير بوټو څو ځلې د خپل امنيت په اړه انديښنه وښودله. ده وويل دى د ۲۰۰۷ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۲۷ نیټه دپنجشنبې په سهار له میرمن بېنظير بوټو سره يو ځاى وو او هغې ورته ويلي وو چې په دې څه پيښيدونکي دي ،ښاغلي اعوان وويل اوس دى نشې ويلى چې هغې رښتيا څه ورته ويلي وو . د پاکستان ولسمشر ښاغلي پرويز مشرف دغه وژنه وغندله او ددرې ورځو ماتم يې اعلان کړ او د يوې سرتاسري غونډې د بللو امر وکړ همدا راز د عوامی نیشنل ګوند مشر ښاغلی اسفندیار ولی خان، د پښتونخوا ملی عوامی ګوند مشر ښاغلی محمود خان اڅکزی ،دجمعت علما اسلام مشر ښاغلی مولانا فضل الرحمن،دجمعت اسلامی مشر ښاغلی قاضی حسین احمد،د تحریک انصاف ګوند مشر ښاغلی عمران خان، دپیپل (ش)ګوند مشر ښاغلی افتاب احمد خان شیرپاواودمسلم لیګ ګوند مشر ښاغلی نواز شريف، پر میرمن بېنظير بوټو دغه ترسره شوى بريد وغانده. مېرمن بېنظير بوټو ته د پيپلز ګوند (خلکو ګوند) مشری دهغی له پلار ذوالفقار علي بوټو څخه په ميراث ورپاته وه. د هغې پلار ذوالفقارعلي بوټو د پاکستان د پخواني پوځي جمهوررئيس جنرال ضياءالحق له خوا اعدام شوى او ورور يې مرتضى علي بوټو لس کاله دمخه په کراچي ښار کي دمیرمن بېنظير بوټو د واکمنۍ پر مهال په يوه وسله وال بريد کي ترور شو، چي پلويانو يې د مرګ مسوليت د خپلي خور (بېنظير بوټو) پر غاړه ور اچاوه. میرمن بېنظيره د بوټو خاندان وروستۍ سياستواله ګڼل کېده چي مړېنه به يې بېله شکه د پاکستان پر اوسنيو کړکېچنو حالاتو خورا بد اغېز وکړي دمیرمن بېنظير بوټو خاوند اصف علی زرداری دخپل ځوی بلاول او دوه لورګانو صدف او بختوری سره یو ځای اسلام اباد ته رارسیدلی . دبینظیر بوټو مړی د چکلاله هوایی ډګر څخه خپل پلرنی کلی ګهړی خدابخش لړکانه ته یووړل شو او هلته به دخپل پلارذوالفقار علي بوټو د قبر تر څنګ خاورو ته سپارل کیږی. له بلی خوا یوشمیر سیاسی کارپوهان وايي چې د میرمن بېنظير بوټو له مرګ وروسته به پاکستان د ١٩٧� کلونو هغه ته ورته پر يو څه بدل شي چې هغه وخت بيا بنګله ديش خپلواکي ترلاسه کړه.
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته