(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پينظير بوټو زوی بلاول د هغې ځای ناستی (د پيپلز پارټي مشر) وټاکل شو

[29.Dec.2007 - 21:36] د پاکستان پيبلز پارټي (د پاکستان د خلکو ګوند) د خپلې مشرې بينظير بوټو له وژل کيدو وروسته د هغې زوی بلاول زرداري مشر کړی. د اردو پواينټ د خبر له مخې پيلپلز پارټي پريکړه کړي چې د بينظيرې د وصٍت له مخې يې د هغې ځوان زوی مشر کړی دی. همدارنګه ياد شوي ګوند پريکړه کړي چې که په ټولټاکنو کې يې بری په نصيب شو د دغه ګوند له ټولو مشر غړی مخدوم امين فهيم او آصف زرداري به لومړي وزير چوکۍ ته کانديد کړي. خبر زياتوي چې مخدم امين فهيم او د دغه ګوند يو بل مشر غړی شاه محمود قريشي به د بلاول چې عمر او تجربه يې کمه ده سلاکاران وي. پاکستاني رسنيوو خبر ورکړی چې د ياد شوي ګوند په یوه نارسمي غونډه کې د خدای بخښلې ميرمن بوټو خاوند آصف زرداري ته د مشر کېدو وړانديز کړی وو خو هغه يې په ځواب کې وويل چې د ميرمنې د وصيت له مخې دې د هغوئ زوی بلاول زرداري مشر کړل شي چې همدغسې وشول. د يو بل خبر له مخې د پيپلز پارټي يوې وياندې او د ارواښادې بينظير بوټو نزدې ملګرې شيري رحمان ويلي دي چې بينظيرې ته د غسل ورکولو پرمهال يې وليدل چې هغې په سر ګولۍ خوړلي چې د بينظيرې د سر وروستئ يوه برخه يې د ځانه سره وړي وه.
بلاول او پلار يې آصف زرداري ټول افغان - بشیر احمد ګواښ
بېرته شاته