(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یو شمیر افغان ماشومان بنديان دي

[01.Jan.2008 - 22:20] 01.01.2008پېښور : په يو ځانګړي رپورټ کی ،چې په پېښور کښې خپور شوى څرګنده شوې ،چې دپښتونخوا په بېلابېلو زندانونو(جیلونو) کی یو شمیرافغان ماشومان له څو کلونو راهیسی بی برخه ليکه پراته دي او دخوشې کېدو لپاره يې د افغانستان ،پاکستان حکومتونو او نړيوالو مرستندويه ټولنو هيڅ ډول قدم نه دي اوچت کړي. په راپور کې ویل شوې ،چې دغه ماشومان زياتره په وړو جرمونو کی لاس لري او په زندانونو(جیلونو) کی دبی وسۍ ژوند تېروي. په رپورټ کی دپښتونخوا ولایت پر پوليسو تور لګیدلى ،چې دغو ماشومانو پخوا په پلو لارو شپې تېرولې ،چې پوليسو په يوه او بله پلمه نيولي اودجرمونو په تور یی په زندانونو (جیلونو) کی اچولي دي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته