(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سوات کښې دپوځ عمليات اودپښتونخوا دوالي استعفا.

[05.Jan.2008 - 13:04] 05.01.2008سوات : په سوات کی دکبل دسيمې دکالوچ او کالا پر کلي دپوځی چورلکو دبمباری له لامله يې ديوې کورنۍ اووه کسان وژل شوي اويو ټپي دى . دپوځ په تېروتنه کښې پردريو کورنو مرمۍ پريوتي ،چې لامله يې درې کسان وژل شوي او يوه ښځه سخته ټپي شوې ده ،تېره ورځ هم دچارباغ ،کړک او وليباغ په سيمو کښې سخته بمباري شوې . کرمه : په کرمی ايجنسۍ کی هم دشيعه او سني ډلوترمنځ نښتو کښې پنځه کسان وژل شوي او اته ټپيان دي ،دهنګو شپاړس کسيزې جرګې ددواړو خواوو تر منځ هلې ځلې پيل کړي او ډېر ژر به دسولې په يوه تړون لاسليک وکړي پیښور : د پښتونخوا والي علي محمدجان اورکزی د ځنی لاملونو له مخی ولسمشر مشرف ته خپله استعفا ورکړې او هغه دنوموړي استعفا منلې . ولسمشر مشرف دبلوچستان والي اويس احمدغني د پښتونخوا د نوى والي په توګه ټاکلی او دبلوچستان ستر قاضي امان الله خان ياسين به دبلوچستان سرپرست والي وي . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته