(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښځو وزارت نوي پروګرامونه اعلان کړ

[05.Jan.2008 - 13:18] 05.01.2008 کابل: د افغانستان د ښځو دچارو وزارت په هيواد کې د ميرمنو په وړاندې د زورزياتي د مخنيوي لپاره د دوو نويو پروګرامونو د پيل اعلان وکړ. دغه پرواګرامونه په کورنۍ کې د ژوند د لارو چارو، د کار د ويش او د ماشومانو د روزنې لارې چارې په ګوته کوي. هڅه داده چې خلکو ته د ښځو په وړاندې د زورزياتي د مخنيوي په برخه کې د قانوني چلند په اړه پوهاوى ورکړل شي. افغان حکومت وايي په ټولنه کې ددغو پرواګرامونو د پلي کولو لپاره به د ديني علماو اغېز وکاروي. ياد شوي پروګرامونه چې د څو نړيوالو مرستندويه ټولنو په مټ د افغان حکومت له خوا پيل کېږي په بيلابيلو ولايتونو کې به د رسنيو، د جوماتونو د ملايانو او د تبليغاتي پاڼو په مرسته تر سره شي. دغه پروګرامونه د(( نېکمرغه کورنۍ، نېکبخته ټولنه)) او ((له ښځو سره د چلند په برخه کې د قانون د ونډې)) په نومونو يادېږي . د ښځود چارو دوزارت چارواکي وايي دغه پروګرامونه به د لارښودو کتابونو، تبليغاتي پاڼو، راډيويي ډرامو، ټلويزيوني پيغامونو او د قضايي ټولنو په مرسته تر سره شي. د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر وويل: (خوشاله يم چې نن ددغو پروګرامونو په پيلولو سره د ښځو په وړاندې د زورزياتى په مخنيوي کې يو بل مثبت ګام اخلو. هيله لرم چې ياد شوي پروګرامونه به د خلکو د پوهاوي په برخه کې د پام وړ رول ولوبوي او موږ به خپل اصلي هدف ته چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د زورزياتى مخنيوى دى ورسوي). د طالبانو له ماتې وروسته د افغانستان قوانينو ښځو ته په ټولنيزو، اقتصادي او سياسي چارو کې د برابرو حقونو ورکړه تضمين کړه او دې کار ښځو ته دا لاره اواره کړه چې په يادو شويو برخو کې فعاليتونه پيل کړي. خوله دې سره سره د ښځو له حقونو څخه د دفاع ټولنې وايي چې ددې هيواد په ډېرى سيمو کې ميرمنې او ددوى ماشومان په ډېرېدونکي ډول له زورزياتي سره مخامخ دي (بـی بـی سـی). - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته