(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنوپه وسائلو دپنجابيانو قبضه ده

[13.Jan.2008 - 11:49] 13.01.2008،چارسده: دقومى اسمبلۍ لپاره داوومې حوضې كانديد او دعوامى نيشنل پارټۍ مشر سینیټراسفنديارولي خان وئيلي دي چې زمونږ په وسائلوپنجابيانو قبضه كړيده دپښتونخوا وسائل دې دپښتون قوم ته وركړي شى. القاعده اوطالبان دپښتنې ټولنې پيدائيښت نه دى دا داسټبليشمنټ پيدايښت دى داخبرې اسفنديارولي خان يوې انتخاباتي غونډې ته دوينا په وخت وكړې او زياته يې كړه چې پښتون په خپله خاوره كښې جنګ نه بلكې امن غواړى ،پښتون قوم غواړي چې په لاس كې دكارتوس او كلاشنكوف په ځاې قلم وي ،خو اوس ورته كارتوس او كلاشنكوف وركړي شوي دي عوامى نيشنل پارټۍ واحد ګوند دى چې دامن لپاره او دپښتون قوم دحقوقو لپاره جنګ كوي د بینوا ویبپاڼی په مننه - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته