(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ليکوالانو څخه ګيله (اتل ساپی )

[17.Jan.2008 - 12:52] نه پوهېږم ليکنه څنګه کړم او څه ډول جملې په کې وکاروم، ځکه چې نه مې کله ليکوالي کړې ده او نه يې هم وړتيا لرم، خو غواړم، چې د خپل زړه درد له تاسو درنو پښتنو سره شريک کړم. سر به مو ډېر نه خوږوم، خپلې آرې سکالو ته راځم؛ وايي ګيله له هغه چا کيږي، چې زړه ته نږدې وي. د اتل افغان ګورتپاڼې ته مې ليکنه ورپورته کوله، چې يوه ملګري مې د يوې بلې ګورتپاڼې پته راکړه او ورسره يې راته وويلې دا مقاله ولوله، مقاله د اطلاعاتو او کولتور وزير ښاغلي عبدالکريم خرم پسې ليکل شوې وه، ليکوال ليکلي و، چې د اطلاعاتو او کولتور وزير غواړي هر څه په پښتو کړي، خو پښتو ژبه دومره پرمختللې ژبه نه ده، چې د دفتر ژبه شي. د بېلګې په ډول ښاغلي کريم خرم د اطلاعاتو او فرهنګ لوحه چې داسې ليکل شوې وه، (وزارت اطلاعات و فرهنګ) او وزير صاحب هغه داسې واړوله، چې (د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت) نو په پښتو کې د فرهنګ کلمه له کومه شوه. تاسو په خدای باور وکړﺉ، د دې ليکنې په لوستلو سره دومره خپه شوم او په ژورو چورتونو کې لاړم، چې رښتيا هم فرهنګ خو د پښتو کلمه نه ده او بيا هم زموږ نور ليکوالان په خپلو ليکنو کې د کولتور يا بل څه پر ځای د فرهنګ کلمه کاروي. حبيب الله رفيع صاحب يوه ورځ د بي بي سي راډيو سره په مرکه کې وويلې، چې موږ فرهنګ ته ځانګړی لغت لرو، خو له بده مرغه دود شوی نه دی. زه دا وايم، چې څنګه به يو لغت دود شي، موږ خپله ورته شاه اړولې ده او د فرهنګ لغت مو په ټولنې کې په شعوري ډول سره رواج کړی دی. زه له چارواکو څخه ګيله نه کوم، له خپلو ليکوالانو څخه ګيله کوم، چې ولې د فرهنګ کلمه په خپلو ليکنو کې کاروي او ولې يې پر ځای د پښتو ژبې ار لغت نه کاروي، تر څو زموږ ژبه نوره هم پياوړې شي او د نورو ژبو د اغېز لاندې رانشي، زه له ښاغلي پوهاند زيار صاحب نه هيله کوم، لکه څنګه چې يې د پښتو ژبې په بډايولو او چوپړ کولو کې ډېر منډې ترړې کړي او ډېرې ربړې يې ګاللي دي، چې يو ګام پورته کړي او همدا ډول له نورو ليکوالانو هم هيله کوم، چې په خپلو ليکنو کې ار لغت وکاروي، نه د بلې ژبې تر څو زموږ په ټولنه دود شي. په پای کې زه د تاسو ټولو څخه ډېره بښنه غواړم، خو څه وکړم، درد مې دومره ډېر شو، چې اخر د ژبې سر او د قلم څوکې ته راغی او له تاسو دوستانو سره مې شريک کړ او د پښتو او پښتنو مينې اړ وېستم، چې دا څو کرښې وليکم.
د پښتو ژبې د لا بډاينې په هيله ستاسې کشر ورور اتل ساپی
- اتل ساپی
بېرته شاته