(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نشه یي توکو د استعمال د مخنیوي په منظور سیمینار

[20.Jan.2008 - 19:41] د 2008 ع کال د جنوري په ۱۹ مه نېټه په اوسلو کې د افغانانو د کلتوري ټولنې په نوښت د نشه يي توکو د استعمال د مخنیوي په منظور یو سیمینار جوړ شو. په دغه سیمینار کې د اوسلو او شاوخوا سیمو مېشتو افغاني کورنیو ګډون کړی وو. د سیمینار د ویاندۍ چارې د ښاغلي انجنیر ممحمد حنیف سعدول له خوا پر مخ بیول کېدې. د سیمینار په پېل کې د کلتوري ټولنې مشر نظیف الرحمن سرشار ګډونکونو ته ښه راغلاست او هر کلی ووایه. بیا په سیمینار کې د اوسلو د ستوونر د برخې د پولیسو استازي د نشته يي توکو د زیانونو او ددې توکو د استعمال د مخنیوي په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل. ورپسې د پروګرام سره سم د اوسلو د ښار دستوونر د برخې د ځوانانو سره د کار کولو د چارو مسؤلې د خپل کار او فغالیت په هکله معلومات ورکړل. همداراز په سیمینار کې ارواه پوه ډاکتر بابا جان ګټور مطالب بیان کړل. د پروګرام په پاتې برخه کې الحاج محمد نادر سرشار د اسلام د سپېڅلي دین له نظره د نشه يي توکو د استعمال د حراموالي په هکله خبرې وکړې. ورپسې د ننګرهار د پوهنتون پخواني استا‌‌ذ، وارث خان د ځوانانو په منځ کې د نشه يي توکو د رواجېدلو د مخنیوي لارې چارې بیان کړې. د سیمینار په پای کې ګډونکونکو په هغه ماښامنۍ کې ګډون وکړ چې په اوسلو کې د افغانانو د کلتوري ټولنې له خوا برابره شوې وه - نظیف الرحمن سرشار
بېرته شاته