(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچا خان په نامۀ د سولې نړيواله جايزه

[27.Jan.2008 - 20:51] افغان ولسمشرحامد کرزى دتیر ۲۰۰۷ ع کال داپریل د میاشتی په ۱۴ نیټه د شنبې په ورځ ( د وري ٢٥) د کابينې له يو شمير غړو او نورو چارواکو په ملتيا ننګرهار ته راغلى ؤ، لومړى يې د پښتنو د ملي مشر خان عبدالغفارخان د قبر او مزار د جوړېدو او د پاچا خان په نوم د خير ښيګيڼې د مرکز په پرانسته کې برخه واخيسته . وروسته ولسمشرحامد کرزي په هغه غونډه کې هم ګډون وکړ چې د عبدالغفار خان د مزار د نوي جوړيدو په اړه جوړه شوې وه حامد کرزي د پښتنو د دغه ملي مشر په نوم د سولې د جايزې اعلان هم وکړچې هر کال به دغه جايزه هغه چاته ورکول کېږي چې دسولې او امنيت په ټينګښت اود عدم تشدد په لاره کې هڅې کوي . افغان ولسمشرحامد کرزي پاچاخان د پښتنو ستر ملي مبارز وباله چې د پښتون قوم لپاره يې نه ستړي کېدونکې مبارزه کړې ده . د ښاغلي حامد کرزي خبرې که زياتره د عبدالغفار خان پر ژوند او مبارزه څرخيدې خو تر څنګ يې د ډيورند دواړو لوريو ته د پرتو سيمو ستونزوته هم اشاره لرله . ولسمشرد خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل چې پخوا داسې يوه طرحه موجوده وه چې د ډيورند دواړولوريوته بايد خلک ووژل شي ،ښوونځي وسوځول شي داطرحه اوس ناکامه شوې ده . د پاچاخان لمسي او د پښتونخوا د عوامي نشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان چې په همدې موخه جلال اباد ته راغلى و غونډې ته په خبرو کې د پاچاخان په نوم د يوې ليسې دجوړېدو اعلان وکړ چې زدکوونکي به پکې په وړيا توګه زده کړې کوي . اسفنديار ولي د پاکستان سياست د پښتنو پر وړاندې ناسم وباله چې لر او بر ته د ښواړيکو ټينګولو موقع نه ورکول کېږي . پاچاخان د پښتنو ملي مشر او مبارزګڼل کېږي چې تر نيمې پيړۍ زيات وخت يې د پښتنو د حقونو د تر لاسه کولو په موخه مبارزه کرې ده . د ډېرو له انده دعدم تشدد دلارې ددې پلوي مبازر ازادي دټوپک له لارې نه بلکې دژوند ټولې اسانتياوې يې له زور زياتي پرته غوښتې خان عبدالغفار خان په ١٩٢� کال کې دخدايي خدمتګار په نوم تحريک پېل کړ چې دخپلې اوږدې مبارزې په ترڅ کې يې نژدې ٤� کاله زندانونه هم وګالل . پاچا خان دهغه له وصيت سره سم په جلال اباد کې خاوروته سپارل شوى - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته