(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داستاد الفت ٣� تلين ونمانځل شو

[30.Jan.2008 - 09:08] لغمان ، مهترلام بابا : د هېواد د پښتو ژبې د ادب د پنځم ستوري خداى بخښلي استاد ګل باچا الفت دېرشم تلين په ۲۷ جنورۍ ۲۰۰۸ نیټه د سلواغې په ٧مه، د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې ولمانځل شو او د مزار پرانسته يې وشوه . په دغه غونډه کې د کابل ، کونړ او لغمان ولايتونو واليانو، د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي، دننګرهار پوهنتون ريس حميدزي، د کابل او ننګرهار پوهنتونونو يو شمېر استادانو او په لسګونو شاعرانو اديبانو سر بیره د ختيځو ولايتونو ترڅنګ له کابل، پکتيا او کوزې پښتونخوا پېښور څخه هم يو شمېر ليکوالو او مينه والو ګډون کړى وو . غونډه د ولسمشر حامد کرزي د پيغام په اورولو سره پيل شوه، چې د لغمان والي ګلاب منګل لخوا ولوستل شو . ولسمشر کرزي په خپل پيغام کې ويلي چې د استاد الفت شعر او نثر په نړيوالو معيارونو برابر او هغه د هېواد دملي وحدت سمبول و، ورپسی استاد عبدالله بختاني خدمتګار، استاد اسماعيل يون ، استاد نصر الله ستانکزي ، استاد صميم او يو شمېر نورو کسانو د استاد الفت په نثر او شاعرۍ او دهغه پرژوند ليکلې مقالې واورولې . د کابل پوهنتون استاد نصر الله ستانکزي وويل چې استاد الفت له هغو څېرو څخه دى چې له دوو پيړيو راهيسې يې په پښتو ژبه ، ادب ، تصوف او عرفان کې نبوغ څرګند دى . د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې داستاد الفت نثر او شعر ددين او وطن په اړه ليکل شوى ځکه تر اوسه په ولس کې محبوبيت لري. د غونډې په جريان کې د مشرانو د جرګې د مشر صبغت الله مجددي، اروپا مېشتو فرهنګيانو، د پکتيا د والي جمعه خان همدرد، د ننګرهار پوهنتون او د کوزې پښتونخوا د ملتپاله سياستمدار او د عوامی نشنل ګوند مشر (خان لالا) محمد افضل خان پيغام هم ولوستل شو . دغه راز د غونډې د مسوولينو لخوا په پاى کې ٣� فرهنګيانو ته تقدير نامې ورکړل شوې، چې پکې د پژواک اژانس ريس دانش کړوخېل، په ختيځو ولايتونو کې د پژواک اژانس خبريال عبدالمعيد هاشمي، نوموتى ليکوال استاد محمداصف صميم، په ختيځو ولايتونو کې د طلوع تلويزيون خبريال تقي الله تقي ، اسماعيل يون، لال پاچا ازمون ، استاد ناګار او د ژورنالستانو دسفما داتحاديې ريس محمد حليم فدايي شامل دي. د غونډې په پاى کې د لغمان د والي لخوا د استاد الفت د نوي جوړشوي مزار پرانسته هم وشوه، چې د چارواکيو پر وينا دوه ميليونه افغانۍ پرې لګښت راغلى دى . د غونډې د برخوالو لخوا له دولت څخه داستاد الفت په مزار دسيمينارونو ديو تالار، د کابل جلال اباد پر لويه داستاد په نامه ددروازې او د يوه بډايه کتابتون د جوړولو غوښتنه هم وشوه . د غونډې د برخوالو لخوا د لغمان له والي ګلاب منګل څخه د استاد الفت د تلين پر مهال د غونډې پر ځاى د يو علمي سيمينار د جوړولو او د سيمينار دمقالو د چاپولو غوښتنه وشوه، چې د والي لخوا ومنل شوه . د لغمان والي د لغمان ولايت ديو تن سپين ږيري شاعر استاد محمد عيسى سعدد ٢٢ اثار و د چاپولو ژمنه هم وکړه . استاد ګل باچا الفت د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په عزيز خان کڅ کې په ١٢٨٨ لمريز کال کې پيدا او په ١٣٥٦ لمريز کال کې يې له دې فاني دنيا سترګې پټې کړې . هغه په کابل کې د پښتو ټولنې مشر پاتې شوى او په خپل ژوند کې يې د پښتو ژبې، ادب او کولتور ته ډېر زيات خدمتونه کړي دي . داستاد الفت مشهور چاپ اثار ، (لوړ خيالونه او ژوندفکرونه) (د نثر کليات) او غوره نظمونه کتابونه د يادولو وړ دي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته