(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عالمي پښتو ادبي کنونشن ـــ پېښور

[15.Dec.2005 - 16:28] دپښتو ادبي چمن ټل په نوښت ، زیار او هڅو درې ورځنی پښتو عالمي ادبي کنونشن دوري په ۶ مه نېټه په پېښورکې پیل شو . غونډې ته دلرې او برې پښتونخوا دبیلابیلو سیمو په سلګونو لیکوال ، شاعران ، سیاستوال او په پښتومین پښتانه ر اغلي وو ، همداراز له امریکا ، کاناډا ، اروپا ، قطر او نورو هیوادونو نه ګڼ شمېر په پښتو مین پښتانه پوهان راغلي وو غونډه دورځې په ۱۱ بجو دپاک قران دڅو مبارکو ایاتو په تلاوت سره پیل شوه ، دغونډې ویاند لومړی مشر لیکوال ، شاعر او سیاست پوه اجمل خټک دمشر میلمه په توګه او پریشان خټک دغونډې د مشر یا صدرپه توګه دریځ ته ور وبلل ، ورپسې ښاغلي سعد الدین شپون ، سعید ګوهر ، په کاناډا کې دپښتنو کولتوري ټولنې مشر مشال خان ټکر ، ډاکټر محمد اعظم اعظم ، او عبدالله بختانی خدمتګار دریځ ته ور وبلل شول . اجمل خټک او ښاغلي بختاني دپټۍ په پرېکولو سره دغونډې پرانسته وکړه ، ورپسې ترانه واورول شوه ( ای زما وطنه دلالونو خزانې زما ) دغونډې په پیل کې دپښتو ادبي چمن ټل مشر اسیر منګل ټولو راغلو میلمنوته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه : ډېره دخوښۍ خبره ده ، چې مونږ نن په دې غونډه کې داسې څېرې وینو چې په ځانګړې توګه دهمدې غونډې لپاره دلرې هیوادونو څخه راغلي لکه سعد الدین شپون ، ډاکتر کبیر ستوری ، مشال خان ټکر او نور ... هغه دخپلو خبرو په یوه برخه کې وویل ، چې دالیکټرانیک میډیا په راتلو سره په نړۍ کې ډېر بدلونونه راغلي ، مونږ باید پاملرنه وکړو ، چې په دې برخه کې دپښتو برخه شته او کنه ... دغونډې دوېیم ویناوال دعالمي پښتو کنفرانس مشر او تکړه لیکوال سلیم راز و ، تر هغه وروسته صابر حس د پښتونخوا دګورنر ( والي ) پيغام ولوست او ورپسې ښاغلي سعدالدین شپون خبرې وکړې . شپون دخپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې د دې سیمې په پښتوکې هم ډېر توپير راغلی دی ، پخوا به مونږ ستاسې په مخ کې مننه ، بخښنه ... نه شو ویلی ، شرمېدو به خو اوس وینم چې تاسې هم سمه پښتو وایئ او لیکئ ... دلرو او برو پښتنو ترمنځ نږدې والی مخ په زیاتېدو دی او دا ډېره دخوښۍ خبره ده .... تر هغه وروسته ښاغلي غازي سیال ( کوټه ) وینا وکړه هغه وویل : پښتو دژوندي قام او ژوندیو خلکو ژبه ده ، مونږ باید دخپلو باباګانو او مشرانو له ویاړ ډک تاریخ ته پام وکړو اودهغوی شملې تل تر تله هسکې وساتو... دغونډې بل ویناوال دلمبې مجلې مرستیال بشیر احمد نادم و. نوموړي دخپلې وینا په یوه برخه کې داسې وویل : دنړۍ پرمختللیو ولسونو او ټولنو ته په پام سره دې پایلې ته رسېږو چې د دوی د پرمختګ بنسټیز لامل دهغوی دژبې وده اوپرمختګ دی ، او ژبه هغه مهال دپرمختګ پړاو ته رسېږي چې ویونکي یې اوږه په اوږه چوپړته ملاوتړي ، دادب برخه یې بډایه کړي ، بهرني اثار را وژباړي ، دتحقیق او تخلیق برخه یې پیاوړې کړي او دورځني ژوند په راکړه ورکړه کې یې په بشپړه توګه پلې کړي ... تر نادم وروسته ډاکټر محمد اعظم اعظم وینا وکړه او دپښتونخوا له حکومت نه یې ډېر سر وټکاوه . ورپسې په کاناډاکې دپښتنو دکولتوري ټولنې مشر مشال خان ټکر وینا وکړه ، او په کاناډاکې یې دپښتنو ادبپالو، فرهنګپالو او فرهنګیانو کړنې او فعالیتونه بیان کړل . تر نوموړي وروسته استاد عبدالله بختاني خدمتګار لومړی دافغانستان دعلومو اکاډمۍ او بیا خپل پیغام ولوست . تر بختاني وروسته دغونډې مشر مېلمه لیکوال ، شاعر او پیاوړي سیاستپوه اجمل خټک چې په نا روغه ځان راغلی و خبرې وکړې ، ښاغلي خټک وویل : بسم الله الرحمن الرحیم ددې درنې او پښتو اوپښتون ولۍ دراتلونکې لپاره دزیري په حیثیت راغونډې جرګې یا کنونشن او ددې ډېر د روند او عالم صدر پریشان خټک ، په سټېج ناستو پوهانو ، لیکوالو او درنو ورونو ، مخامخ ناستو ننګیالو ، پښتنو خویندو او ورونو ! ماخو ددې غونډې دپرانستنې لپاره څه لیکلي و خو وخت هم تنګ دی او ماته صحت هم اجازه نه راکوي چې ډېرې خبرې وکړم . زه دپښتو ادبي چمن غړوته ددې غونډې په جوړولو مبارکي وایم او ورسره دهیواد دلر او بر دانشوران اوپه ملت ، خاوره ، پښتو او پښتونولۍ مین ننګیالي ناست دي ، په سټېج هغه عالمان ناست دي ، چې دپښتو دمینې له درده یې دومره څه کړي دي چې زه هم پرې فخر کولی شم او تاسې هم پرې فخر کولی شئ . او زما مخامخ ناست ! په دې سختو حالاتوکې چې تاسې دلر او بر هیوادنه راغلي یئ ، دپښتونخوا له کوم کوم ځایه رارسېدلي یئ ، دملک نه بهر په نړۍ کې خواره واره یئ دهغوی ټولو نماینده ګي کوئ تاسې ټولو ته هرکلی وایم اوستاسې ددې راتګ قدر او ستاینه کوم . لکه چې مې مخکې درته وویل چې وخت کم دی او بل داچې زما روغتیایي حالت هم ښه نه دی نو ډېرې خبرې نشم کولی بس خپل یو شعر به درته واوروم ، اجمل خټک دیوه شعر په اورولو سره خپلې خبرې پای ته ورسولې. ورپسې پرېشان خټک خبرې وکړې : پښتانه له خپلې ژبې سره دومره بې مینې شوي دي چې زمونږ په سیمه کې یوه پښتو ورڅپاڼه ( وحدت ) خپرېږي خو دوی یې نه لولي او که اخلي او لولي یې نو یوازې افغانان یې اخلي او لولي یې ،دالیکټرانیک میډیا او انټرنیټ په برخه کې که وګورو نوهم مونږ ډېر وروسته پاتې یو ، یواځې یو پښتو تلویزیوني چینل لرو خو هغه هم پنجابیانو راته جوړکړی دی ، پښتو کتابونه څوک نه اخلي ...... دغونډې لومړۍ برخه په یوه نیمه بجه پای ته ورسېده او ترغرمنۍ وروسته په دریو بجو دوېیمه ناسته پیل شوه . ددوېمیې ناستې په پیل کې ښاغلي اباسین یوسفزي له خواخاطر غزنوي ، ډاکټر راج ولي شاه خټک ، حبیب الله رفیع ، ډاکتر کبیر ستوري ، دروېش دراني ، پروفیسر جانزېب نیاز او ډاکټر فضل الدین خټک دریځ ته وروبلل ، ورپسې د پښتونخوا مشر وزیر ( وزیر اعلا ) محمد اکرم خان دراني دپښتو ادبي چمن ټل له خوا ډاکټر راج ولي شاه خټک ، سعید ګوهر او سندرغاړي سردارعلي ټکرته دسرو زرو مډالونه ورکړل ترمډالونو ورکولو وروسته مشر وزیر خبرې وکړې او ویې ویل : ... پښتو او اسلام یوله بل سره تړلي دي ، تاریخ ګواه دی ددین او مذهب په نوم چې هرکله دقربانۍ وار راغلی دی نو ترټول لومړی ورته پښتنو لبیک ویلي دي ... دپاکستان دازادۍ په جنګ کې تر ټولو ډېرې قربانۍ پښتنو ورکړي دي ... زمونږ مشرانو کله هم چاته سرنه دی ټیټ کړی ... زه ستاسې نه بښنه غواړم چې ما دپښتنو لپاره هغومره خدمت نه دی کړی څومره چې یې پرماحق و . ورپسې ډاکټر کبیر ستوري خبرې وکړې. ستوري په خپله وینا کی وویل: د افغانستان د جګړې له كبله ډېر پښتانه جلا وطن شوي دي. اوس په يورپ، امريكا او نورو هېوادونو كې د دوى دوهم كول (نسل) په ځوانېدو دى. د بلې خوا په نړۍ كې سياسي، اقتصادي او تخنيكي بدلون پيل شوى دى، چې نړۍ يو كلى ګرزي. دغه بدلون په ژبه چې يوازې د پوهېدلو او پوهولو وسيله نه ده، بلكې د قامي پېژند نښه او سوچ يا فكر يوه بڼه ده، بې اغېزې نه دى. ليك او لوست په مورنۍ ژبه ضروري دى. په جرمني كې پښتو ژبه په ښوونځيو (سكولونو) كې رسمي ژبه ده. د جرمني په ښوونځيو كې د جرمني ژبې برسېره د دوه نورو ژبو زده كړه پكار ده. پښتانه كولى شي چې يوه خپله مورنۍ ژبه انتخاب كړي او په هغې كې ازموينه (امتحان) وركړي، خو پښتو پخپل وطن پښتونخوا كې لا په ټولو ښوونځيو كې د ښوونې او روزنې ژبه نه ده ګرزېدلې. د پښتو عربي ليكدود لا هم بشپړ نه دى. په پښتو كې د حركتونو شمېر زيات دى او په عربي ژبه كې كم. يانې په عربي كې پېښ، ځور او زير حركتونه دي او په پښتو كې بيا ددې شمېر زيات او تر 5 رسېږي. ددې ليكدود د بشپړولو دپاره په حكومتي سويه څه كار نه دى شوى. په اولسي سويه چې كوم كار ورته شوى هغه هم پوره نه دى، نو د پښتو ژبې د عربي ليكدود بشپړول ضروري دي. د ليكدود په برخه كې په جلاوطن ځوان كول كې د ډېر استعداد خاوندان او مسلكي كسان شته دى، خو دوى يوه ستونزه لري او هغه دا چې په عربي ليكدود د پښتو ليكل ورته ګران دي. دوى كولى شي چې په لاتيني تورو پښتو وليكي او ويې لولي. نو له دې كبله د عربي ليكدود په خوا كې په لاتيني تورو د پښتو ليكل او لوستل ضروري دي. له بده مرغه تراوسه پښتانه په لاتيني تورو خپل نوم پښتون په بېل بېل ډول ليكي د بېلګې په توګه: (Pakhtoon,Pakhtun,Pashtoon, Pashtun) دا دنده په پېښور كې د پښتو اكاډمۍ او په كابل كې د علومو د اكاډمۍ ده، چې په لا تين تورو د پښتو ليكدود برابر كړي. كه چېرې د پښتو عربي ليكدود په خوا كې په لاتيني تورو ليكدود په ښوونځيو كې په تېره بيا په بره پښتونخوا (افغانستان) كې رواج شي، نو دا به جلاوطن ځوان كول چې هر ډول مسلكي او روزل شوي كسان پكې دي، پخپل وطن كې كار ته وهڅوي او ځانونه به داسې حس نه كړي، چې ليكل او لوستل نه شي كولى. په نړۍ كې د تخنيكي او الكترونيكي ودې له كبله انټرنټ نه يوازې نړۍ وال بازار دى، بلكې د معلوماتو او خبرتيا وسيله ده. ځوان كول په انټرنېټ كې يو د بل سره په لاتيني تورو تماس نيسي، حكومتونه او سركاري مقامات د ليكوالانو، شاعرانو او اديبانو په معلوماتو او نظريو اوس هغه شان پابندي نه شي لګولى لكه څنګه چې په پخوانيو وختونو كې وه، د قلم خاوندان ازاد شوي دي، تمه ده، چې ددې عالمي پښتو ادبي كنونشن ګډون كوونكي په اولسي توګه د پښتو لاتيني ليك دودو په برخه كې اوچت ګامونه واخلي. ، سردارعلي ټکر د خیبر تلویزیون دمشر پیغام ولوست ، نورین شمع نظم واوراوه ، سهیل انشا او نورو خبرې وکړې ، صادق ژړک په کاکړۍ لهجه کې دموجودو پښتو سوچه او پخوانیو تورو په اړه ګټورې خبرې وکړې ، قتیل خوږیاڼي دساپي دپښتو څېړنو او پراختیا مرکز دمشر امام الدین ساپي پیغام ولوست، دوېیمه ناسته دایډورډ کالج دپښتو څانګې دمشر پروفیسر یارمحمد مغموم په وینا پای ته ورسېده او تر ماښامنۍ وروسته د غونډې درېیمه برخه چې مشاعرې ته ځانګړې کړی شوې وه پيل شوه ، په دې برخه کې ګڼو شاعرانو ګډون وکړ او خپل شعرونه یې واورول . دغونډې دوېیمه او په پېښور کې وروستۍ ورځ : دغونډې کوربه او ویاندوی اسیرمنګل دورځې په لسوبجو غونډه پرانسته او ښاغلی همېش خلیل یې دغونډې دمشر په توګه ونوماوه اوهم یې سعدالدین شپون ، سعدالله جان برق او ځینې نور لیکوال او شاعران دریځ ته ور وبلل. په پيل کې دننګرهار پوهنتون استادې آغلې موعظې ددغه پوهنتون او استاد عمه جان دپکتیادوالي پیغام واوراوه . ترهغوی وروسته دمقالو اورول پیل شول اوپه پیل کې سلیم راز او بیا اقبال حسین افکار دخپلو مقالو لنډیز واوراوه . ورپسې ظاهرشاه خټک ویناوکړه نوموړي وویل : ... نن سبا دانټرنیټ دور دی په دغه جال کې هرچا دخپلې ژبې او قام برخه ترډېره حده رنګینه کړې ده ، خوله بده مرغه چې پښتانه په دغه برخه کې هم ډېر وروسته پاتې دي نوموړي زیاته کړه چې پښتنو لیکوالو خو دادبي کتابونو تشه تر ډېره حده ډکه کړې خو پښتو ساینسي کتابونه او س هم نه لیدل کېږي او باید په دغه برخه کې هم کار وشي . دغرمې په ۲۱بجو سیاسي مشران او دقلم خاوندان افضل خان لالا او لطیف اپریدی راغلل او تر څو دقیقو ناستې وروسته بیرته ولاړل . غونډې ته افغان کمپیوټر پوه نورالرحمن لیوال دکمپیوټر او ددغه ماشین دپښتو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې . تر ښاغلي لیوال وروسته دبلوچستان پوهنتون دپښتوڅانګې مشر پوهاند ډاکټر نظر محمد پانیزي وینا وکړه ، نوموړي وویل چې ترمادمخه ډېر مشران اوپوهان وغږېدل اوداسې څه به نه وي پاتې چې زه یې ووایم خو زه به یوه داسې واقعه درته بیان کړم چې کله هم راته یاده شي نو ډېر مې زوروي هغه وویل : یوه ورځ په لاهورکې دزړو کتابونو په یوه بازارکې دخپلې خوښې او اړتیا وړ کتابونو پسې ګرځېدم په یوه دوکان کې مې ناڅاپه ددروېش درانې په یوه کتاب سترګې ولګېدې چې په دوړوکې پټ و ، دکتاب په لومړي مخ لیکل شوي و : په ډېره مینه یې ښاغلي .... ته ډالۍ کوم ، په درنښت دروېش درانی . درانې صاحب خپل کتاب یوه پښتون ته ډالۍ کړی و خو هغه دنر بچي ورسره داسې مینه کړې وه چې ..... ترغرمنۍ وروسته دوېیمه ناسته په ۳ بجو پیل او کبیر ستوری دمشر په توګه ونومول شو . ورپسې عبدالله بختاني خدمتګار دخپلې مقالې لنډیز واوراوه او دپښتنو په تاریخ یې رڼا واچوله ، نوموړي دخپلو خبرو په پای کې وویل چې که نور خلک په هر نظر وي خوزه وایم چې پښتانه اریایان دي . ددوېیمې ناستې په وروستیو شېبوکې صادق ژړک ، افضل شوق ، حنیف خلیل ، محمود ایاز او نورو خبرې وکړې اوپه پای کې دپښتو ادبي چمن ټل له خوا د عبدالله بختاني خدمتګار او حبیب الله رفیع په لاسونو پخپله بختاني او رفیع ته ،ا ستاد محمداصف صمیم ( داستاد صمیم ستاینلیک اسدالله دانش ساپي ته ورکړل شو ) سعد الدین شپون ، ډاکترکبیر ستوری ، افغان کمپیوټر پوه نور الرحمن لیوال ، زیتون بانو ، اباسین یوسفزی ، پوهاند یارمحمد مغموم ، اکرام الله ګران ، سعدالله جان برق ، مراد شینواری ، پروېش شاهین ، قمر راهي و ډاکټر اسرار ، سیال کاکړ، همېش خلیل ، سلیم راز ، طاهر اپریدي او ځینې نوروته ستاینلیکونه ورکړل شول. یاده دې وي چې د غونډې دريمې او وروستۍ ورځ پروګرام په ټل کې کېدونکی دی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته