(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنی کی د ځوانانو لپاره روزنیز سيمينار

[30.Jan.2008 - 21:34] دکونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنى په نوښت د راتلونکی جمعی په ورځ د 2008 ع کال د فبرورۍ د میاشتی په لومړۍ نیټه د کولن په ښار کی د ځوانانو لپاره یو روزنیز سيمينار جوړېږي. په دې سيمينار کې به ځوانانو ته دنشه یی توکو د زیانونو او د خپل کولتور د ساتنى ، پالنى او د ځوانانو ونډه په ټولنه کی تر سر لیکونو لاندی ګټور، ارزښتناک او هر اړخیز مالومات وړاندی شی. ټولو هیوادوالو او په ځانګړی توګه ځوانانو ته د ګډون بلنه ورکوو. په درناوی د کونړ د ځوانانود کولتوری ټولنى دکار ډله وخت : د 2008 کال د فبرورۍ لومړۍ نیټه ، د مازیګر څلور بجې پته : EVENT PALAST Max – Planck – Str. 9 a 50354 Hürth, bei Köln

www.eventpalast.com

- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته