(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان 'د یوه ناکامه دولت د خطر سره' مخامخ دی

[03.Feb.2008 - 17:59] 03.02.2008 امریکایي کار پوهانو خبر داری ورکړی چی که د افغانستان د امنیت او بیا آبادۍ د پاره عاجل اقدامات ونه شی، هغه هیواد د یوه ناکامه دولت د خطر سره مخامخ دی. په یوه رپوټ کی چی په30.01.2008 نیټه د چهارشنبې په ورځ خپور شوی دی، پخواني سفیر ‏(‎ ټامس پیکرینگ‏)‎ او د سمندري قواو متقاعد جنرال ‏(‎ جېمز جونز‏)‎ ویلي دي چی افغانستان د ناتو زیاتو قواو او پیسو ته حتمي ضرورت لری چی د طالبانو د بغاوت مخه ونیسی. رپوټ خبر داری ورکوی چی په افغانستان کی د بیا ودانولو کوششونه او په ملکي چارو کی اصلاحات را وستل د یاغیانو د مخ په زیاتیدونکو حملو د جدي گواښونو سره مخامخ دي او همدا راز د هغه ملک سره بین المللي ملاتړ مخ په کمزوري روان دی او خپله د افغانانو باور هم کم شوی دی. ددې رپوټ ترتیبونکو د ناتو نه غوښتي دي چی په هغه هیواد کی خپلي قواوي زیاتي کړی او امریکا ته یې ویلي دي چی خپل یو خاص آستازی ورته وټاکی. دا یو د هغو درو رپوټونو نه دی چی د ۲۰۰۸ ع کال دفبرورۍ په لومړۍ نیټه د پنجشبې په ورځ په واشنگټن کی د امریکا په کانگرس کی په یوه مطبوعاتي غونډه کی د افغانستان په باب خپور شو. امریکا غږ- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته