(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سرشمېرنه به په شپږو مياشتو کې پيل شي

[04.Feb.2008 - 16:34] 03.02.2008 د ځينو ټولنو لخوا د ترسره شوې سرشمېرنې له مخې افغانستان په اوس وخت کې پنځه ويشت مليونه او څلور سوه زره نفوس لري.وروستۍ سرشمېرنه دېرش کاله وړاندې تر سره شوې وه چې د چارواکو په وينا پايلې يې نيمګړې وې. د افغانستان د اساسي قانون له مخې په هرو لسو کلونوکې بايد يو ځل عمومي سرشمېرنه تر سره شي افغان چارواکي وايي په راتلونکو شپږو مياشتو کې به په ټول هيواد کې عمومي سرشمېرنه پيل کړي.د افغانستان د مرکزي سرشمېرنې ادارې مشر عبدالرحمن غفوري وايي د سرشمېرنې د ترسره کولو لپاره يې پوره تيارى نيولى دى،سرشمېرنه به د دې پروګرام د پوښتنليکونو له لارې د ٣١� � � سرشمېرونکو او څارونکو په مټ تر سره شي. دا پوښتنليکونه له ١٦ پوښتنو جوړ شوي چې د کورنۍ د غړو د شمېر، دکورنۍ د اوزګارو او دنده لرونکو غړو، د هغوى د دندو څرنګوالى، جنسيت او د زده کړې د کچې په اړه پکې پوښتنې شوي، سرشمېرنه به د زمري په مياشت کې پيل شي او د همدې مياشتې تر پايه به دوام وکړي. ددغې سرشمېرنې ټول لګښت چې ٦� � � � � � � ډالره دى له بهرنيو مرستو تمويليږي. بېلابېل بسپنه ورکوونکي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق يا يو اين اف پي اې له لارې مرسته کوي. په دې برخه کې ډېر کارشوى، نقشې جوړې شوي او دفتر برابر شوى. د مرکزي سرشمېرنې ادارې مشر وویل :همدا اوس زموږ دريو پلاوو له لسو ولايتونو څخه د ليدنې په موخه دريو حوزو ته سفرونه کړي تر څو هلته له واليانو، ځايي اوسيدونکو او زموږ له کارکوونکو سره وګوري. دا ټول مصارف د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له خوا ورکول کيږي. افغان چارواکي په داسې حال کې د عمومي سرشمېرنې د پيل خبر ورکوي چې د ډېرو په باور په هيواد کې د دولت د مخالفو وسله والو حضور او تاوتريخوالى ښايي دا پروګرام له يو لړ ستونزو سره مخامخ کړي. ښاغلى غفوري هم ځينې ستونزې مني خو وايي چې په هغه ترڅ کې به له نورو لارو چارو کار واخلي. سرشمېرنه به په ٢١ ورځو کې بشپړه شي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت څه موده وړاندې په هيواد کې په ازمايښتي ډول عمومي سرشمېرنه پيل کړې وه. چارواکي وايي ددې سرشمېرنې پايلې به په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي. د سرشمېرنې د مرکزي ادارې مشر زياتوي چې د هلمند والي موسى کلا ولسوالۍ ته ددوى د ورتگ مخه ونيوله چې د نوموړي په وينا په ازميښتي ډول د سرشمېرنې په ترسره کولو کې يې لويې ستونزې راولاړې کړې. افغان چارواکي وايي د سرشمېرنې د کره شمېرو په تر لاسه کولو سره به وتوانيږي چې په هره سيمه کې بېلابېلې پروژې د وګړو له تناسب سره سمې پلې کړي. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته