(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په مورنۍ ژبه زده کړه د هرچا حق دی

[04.Feb.2008 - 16:57] ډېرو درنو دوستانو سلامونه او ښې چارې ! لکه تاسو ، چې خبر ياست سږ کال د يونېسکو له خوا د ژبو کال او د فبرورۍ 21 مه ( د کب دويمه ) نېټه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ نومول شوې . څرنګه چې له بده مرغه لاتر اوسه هم په مېليونو پښتانه ماشومان نه شي کولی په خپل هېواد کې په خپله مورنۍ ژبه رده کړې وکړي او څرنګه چې حکومتي چارواکي له بيا بيا ژمنو سره سره نه غواړي پښتنو ماشومانو ته د دوی انساني او قانوني حق ورکړي ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه غواړي د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په پلمه په دې اړه پراخ کمپاين پيل ترسره کړی . ټاکل شوې ، چې دا ورځ به د هېواد په بېلا بېلو ګوټونو او په ځانګړې توګه کابل کې ښه په زور سره لمانځل کيږي . د افغان کلتوري ټولنو جرګه له تاسو درنو فرهنګيانو او د کولتور خادمانو څخه په درنښت هيله کوي ، چې له موږ سره په دغه کمپاين کې برخه واخلیء او د فبروري مياشتې تر پايه د خپلو رسنيو او وېبپاڼو په سرکې دغه کليشه ځای کړﺉ :

په مورنۍ ژبه زده کړه د هرچا حق دی

په درنښت د افغان کلتوري ټولنو جرګه- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته