(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په امريکا کی د استاد خيال محمد سندرېز ماښامی ترسره شو

[07.Feb.2008 - 22:44] 07.02.2008 د امريکې په ويرجينياکی په 02.02.2008 نیټه دپښتو د موسیقۍ بابا ښاغلی استاد خيال محمدسندرېز ماښامی ترسره کړ . چی میرمن مه جبينې ورسره ملتیا کوله. ددی ماښامی سټیج ،چی ګڼ شمیر مینه والو پکی ګډون کړی ؤ، دستر احمد شاه بابا او ستر مشر خان عبدالغفار خان (پاچا خان) بابا په انځورونو ښکلي شوی ؤ چی سندرېز ماښامی یی لا پسی رنګین کړی ؤ . ماښامی دزړه راښکونکو اوښکلو سندرو په ویلو او د ځوانانو په تاودواتڼونو سره نیمه شپه پای ته ورسید. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته