(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمني کې دساينس پوهانوټولنې ملاتړ

[11.Feb.2008 - 22:00] 11.02.2008 دلويې پکتیا مشرانوته تاريخي خبرې : په جرمني کې دساينس پوهانوټولنه وياړي چې دلويې پکتيامشرانودپښتومورنۍ ژبې په ملاتړدعمل ډګرته راودانګل . تاسوخوهغه ځمریان یاست چې بادشاهان به موپه خپله خوښه کینول اوبیا به موليرې کول . نن ورځ دتاسودپلرواونيکه ګانوژبه پالنه اوملاتړته اړتیالري . داځکه چې د پښتومورنۍ ژبې زوال خولاڅه کوې بلکې دافغان پښتون قوم سرلیک دلوی ګواښ سره مخامخ دی . پښتوژبه اودپښتون قوم دیوبل سره نه بیلیدونکې اړیکې لري . تاسوخوجګې شملې ځکه ټومبلې دي چې دافغانستان په ازادی کې موغټه ونډه اخيستې ده او انګريزان موتر اټکه پورې په شاکړل . دنوموړې قهرمانی په بدل کې دهغه وخت واکدارانودتاسواوارواښادوزير صاحب محمد ګل خان مومند سره لوړه (قسم) وکړه چې په ټول هیوادکې به په رسمي اوملي ژبه پښتوښونځی جوړي شي اوددولت ټول کارونه به پښتوژبه په عمل کې ترسره کیږی . خوکله چې هغوی دتاسوپه قربانی دحکومت واږی ترلاسه کړه داټولې وعدې يې دپام څخه وغورځولې . تاسوزړه ورو اوننګیالیوپښتنوبایدهغه وخت کې پاڅون کړی وای اوپادشاه مورانسکورکړی وای . اوس هم ناوخته نه دی . په جرمني کې دساينس پوهانوټولنه دتاسواسلامي ، قانونې اوبشري رواحق څخه په خوله ،لاريونو، لیک ،انټرنیټ اوعمل کې ترسرښندنې پړاوپورې ملاتړکوي اونوربريالیتوبونه مو دلوی خدای (ج) څخه غوښتنه کوي . دپریکړې خبرې : دروان ٢� � ٨ز کال د فېبرورۍ میاشتې پر ٩ نيټه دلويې پکتیا مشرانودمورنۍ ژبې په تړاودکابل ښاردشاه شهيدځاځي باباپه جومات کې يوه پرتمینه غونډه وکړه . په دغه علمي ، ولسي او فرهنګي غونډه کې يو پريکړه ليک خپورشوچې په کابل اودهيوادپه ټولوولايتونو کې مېشتوپښتنوته ددوی دمورنۍ ژبې پښتو لپاره ښونځی بې له ځنډ اوخنډ دپوهني وزيراونورودولتي مسئولو چارواکو له خوا جوړې شي. په جرمني کې دساينس پوهانوټولنه دنوموړې غونډې دپريکړه لیک څخه خپل بشپړ ملاتړاعلان کوي اوبرسیره پردې دمورنۍ ژبې په اړوند دافغان ولس درواغوښتنو دنه عملي کولوټوله پړه په لوړپوړودولتي پښتنوچارواکووراړوي . (په درنښت ) پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ ( جرمني) په جرمني کې دساينس پوهانود مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب- پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ
بېرته شاته