(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسيدبهاوالدين مجروح د مړينې شلم تلين

[12.Feb.2008 - 21:56] 12.02.2006 د هېواد د وتلي فيلسوف او تکړه ليکوال سيدبهاوالدين مجروح د مړينې شلم تلين،د۱۳۸۶ ل هـ کال د سلواغې په ٢٢مه،11.02.2008 نیټه په کابل کې ونمانځل شو . غونډه د استقلال لېسې د فرانسې په فرهنګي مرکز کې جوړه شوې وه، د کابينې يوشمېر وزيرانو او لوړ پوړو حکومتي چارواکيو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړيو او د يوشمېر سفارتونو استازيو پکی ګډون درلود. د لوړو زده کړو وزير اعظم دادفر وويل چې «مجروح انسانيت ته په درنښت او د اخلاقي شهامت لرلو ترڅنګ، داسې اثار پرې ايښي ، چې ټولو ته روښانه لار ښيي .استاد مجروح ، چې شل کاله پخوا زموږ د راتلونکې په اړه څه ويلي وو، هغه ريښتيا شول او په خپلو سترګو مو وليدل ، مجروح په خپلو ادبي ليکنو کې ځاى ځاى، خلک ځان پېژندنې ته رابللي او هغوى ته يې د شهامت درس ورکړى دى نو د هېواد کارپوهان بايد د خداى بښلي مجروح د اثارود څېړلو لپاره سره راټول شي او د هغه اثار، د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي . د اطلاعاتو اوکولتور د وزير عبدالکريم خرم پيغام، د دغه وزارت د معين غلام نبي فراهي لخوا ولوستل شو . خرم په خپل پيغام کې استاد مجروح د يوه تکړه سياست پوه په توګه ګڼلى، چې د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره یی زياتې هلې ځلې کړې وې ،مجروح نه يواځې د جهاد په کلونو کې د وسلوالې مبارزې کلک پلوى و، بلکې د نړۍ د توجه د جلبولو په موخه يې له قلم څخه هم کار اخيست . په کابل کې د فرانسې سفير ريژيس کوچيت غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې د استاد مجروح اثار د وينا، فکر او ليک له اړخه، ډيرې ځانګړتياوې لري . موږ د استاد بهاوالدين مجروح د اثارو په چاپولو کې پخواهم کار کړى او له دې وروسته هم د هغه د اثارو په اړه، هرې همکارۍ ته چمتو يو . استاد مجروح ، په کابل کې د استقلال له لېسې څخه فارغ شوى ؤ، په فرانسې کې يې د روحياتو او فلسفې په برخه کې لوړې زده کړې کړې وې . نوموړي دغه راز د الماني او انګليسي ژبو ادبيات، په المان او انګلستان کې لوستي و . په ١٣٤٢ لمريز کال کې د کاپيسا د والي په توګه دنده ترسره کړې وه او له هغه وروسته په فلسفه کې د ډوکتورا د ترلاسه کولو لپاره بېرته فرانسې ته لاړ . هغه په ١٣٤٧ لمريز کال کې دغه ډوکتورا ترلاسه او له هماغه مهال څخه يې تر ١٣٥١ لمريزکال پورې دکابل پوهنتون د ادبياتو دپوهنځي داستاد په توګه دنده ترسره کړې ده . استاد مجروح، د نورو ادبي او څېړنيزو اثارو ترڅنګ، د ځانځاني ښامار، او د جبراو اختيار ديالتيک په نومونو مشهور اثار په ميراث پری ایښی دي ، په ١٣� ٦ لمريز کال کې په کونړ کې زېږېدلى او په ١٣٦٦ لمريز کال کې، په پېښور ښارکې د نامعلومو وسلوالو لخوا ووژل. Ustad Sayed Bahawoodin Majroh 20 Tleen - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته