(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور...

[15.Feb.2008 - 21:01] د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او ملي رادیو تلویزیون د جدي پاملرنې وړ! دا چې په دې وروستیو کې د افغانستان تلویزیون د سپوږمکۍ له لارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپرونې پېل کړي دي، دا ټولو افغانانو لپاره د ویاړ خبره ده. زه د اطلاعاتو او کلتور د وزارت او د ملي تلویزیون د مسؤلینو ددې اقدام څخه مننه او قدردانی کوم او بریالیتوب ورته غواړم. ددې په څنګ کې غواړم چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزارت او رادیو تلویزیون د مسؤلینو پاملرنه لاندې ټکو ته را واړوم : ۱- ښاغلو تاسو ته څرګنده ده چې په تشو شعارونو او نومونو یو څیز تغیر او بدلون نه مومي تر څو چې د هغې په محتوا کې په ریښتینې توګه بدلون رانشي. دا چې تاسو د افغانستان د تلویزیون سره د ملي کلمه زیاته کړې ده اوس دا تلویزیون د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون تر نامه لاندې خپرونې کوي نو ، اړینه ده چې دا تلویزیون په ریښتینې توګه ملي بڼه خپله کړي. ملي رادیو تلویزیون باید هغه څه نشر او خپاره کړي چې د افغانستان او افغان ولس د ملي ګټو سره سمون ولري. په تلویزیوني او راديویې خپرونو کې بایدملي ګټو ته امتیاز ورکړل شي ځکه، ددولت له خوا د بیت المال په پېسو چې د ټول ملت شتمني ده تمویلیږي او په ټول افغان ملت پورې تړاو لري، نو لازم او ضروري ده چې په خپرونو کې ملي ګټو ته زیاته پاملرنه وشي. د ملت ګټې باید د دولتي او حکومتي لوړپوړو چارواکو او زورواکو د ګټو څخه لوړې وګنل شي. که داسې نه وي نو یوازې د ملي کلمې په زیاتولو سره تلویزیون او رادیو ملي کیدلای نشي. ځکه، د بیات د اریانا تلویزیون او د امریکا څخه د مسکین یار د اریانا افغانستان تلویزیون ته هم د ملي تلویزیونونو کلمه استعمالېږی، ولی لیدل کېږي چې خپرونې یې د افغانستان او افغان ملت د ملي ګټو سره یو فیصد هم سمون نه لري. د بېلګې په توګه د ژبې انډول ته په کې پاملرنه نشته او اکثره داسې بهرني مبتذل او اغوا کونکي پروګرامونه نشروي چې د افغان ولس د اسلامي او ملي ارزښتونو سره سمون نلري. ذکر شوي تلویزیونونه هڅه کوي چې پردی کلتور، ژبه او فرهنګ په افغانستان کې خپور او رواج کړي. ددې لپاره چې دافغانستان دولتي تلویزیون په ریښتیا هم ملي تلویزیون شي هیله ده چې لاندې ټکو ته جدي پاملرنه وشي : الف: څرنګه چې پښتانه د افغانستان د وګړو په سلو کې ۶۵ فیصده جوړوي نو، اړینه ده چې په تلویزیوني او رادیویي خپرونو کې پښتو ژبې ته ۶۵ فیصده ونډه ورکړل شي تر څو تلویزیون او رادیو واقعاملي شي. ب : زیات وخت د تلویزیون په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او نورو بحثونو کې د دري ژبو ګډونکونکو ونډه د پښتنو څخه زیاته وي چې دا هم د تلویزیون ملي والی تر پوښتنې لاندې راولي. زیات وخت داسې هم وي چې یو فلم او یا سریال په دري ژبه دوبله شوې وي او کله چې پای ته ورسېږي نو سمدستي ورپسې دري سندرې او یا نور دري پروګرامونه پېلېږي. ج : د کره معلوماتو له مخې په ۲۰۰۷م کال کې ملي تلویزیون شاوخوا ۱۸۰۰ کارکوونکي درلودل چې له دې جملې څخه یې یوازې د سلو په شاوخوا کې پښتانه وو. ايا ستاسو په اند دا د افغانستان د غوڅ اکثریت سره ظلم او جفا نه ده؟ ددولتي راديو تلویزیون ملي کېدل یوازې هغه وخت شوني دي چې پښتانه او پښتو ژبه پوره ونډه په کې ولري. یانې د نیمایي څخه زیات. د : د افغانستان د اساسي قانون په ۱۶ مه ماده کې راغلي دي چې پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي. څرنګه چې د پښتو ژبې ذکر لومړی شوی دی نو د اساسي قانون د حکم سره سم باید د پروګرامونو نومونه او نور عنوانونه لومړی په پښتو او بیا په دري ولیکل شي. خو، په اوسني تلویزیون کې اکثره عنوانونه او د پروګرامونو نومونه اکثره لومړی په دري وي او بیا په پښتو، خو اکثره داسې هم کېږي چې پښتو په کې له پامه غورزول کېږي. ه : ددې لپاره چې دولتي تلویزیون ته د ملي خطاب وشي لازمه ده چې د افغان ولس ملي او اسلامي غوښتنو ته ژمن او د افغانانو د اسلامي او ملي کلتوري ارزښتونو ته چوپړ وکړي. ددې موخې د پوره کولو لپاره اړینه ده چې د بهرنیو مبتدلو او د فساد او بداخلاقیو څخه ډک فلمونو، سریالونو او نورو پروګرامونو د نشرولو څخه ډډه وکړي. ذ: د ملي تلویزیون څخه د امریکا دآشنا تلویزیون خپرونې هم له یوې خوا د ملي تلویزیون اتبار ته زیان رسوي او له بلې خوا خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي. دا و زما نظریات او وړاندیزونه چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او رادیو تلویزیون مسؤلینو ته ړواندې شول، وګورو چې پایله یې څه کېږي.

په درنښت الحاج سالارزی اوسلو- ناروې

- الحاج سالارزی
بېرته شاته