(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پکتيا ادبي ټولنه د ښاغلي خرم ملاتړ کو

[18.Feb.2008 - 21:23] څرګنده ده چي د يوه هيواد د ملي ټرمينالوژي ساتنه د نورو ملي نواميسو او شتمنيو په څېر د اړوند دولت لومړۍ دنده ده ، نو دغه راز زموږ دولت هم دغه مسوليت ته په ځواب سره څه وخت وړاندي په يو لړ داسي هڅو لاس پوري کړی چي تر مخه به يي د قانون سره سم ټرمينالوژيکي رغونه تر سره شي او له ملي ټرمينالوژي سره تيري کونکو سره به قانوني چلند وشي� دا هڅه ستايو او د ايراني اخوند پلوه محقق غندنه کوو ، نور دي خپلې زړې ناکردې نه تکراروي� له اولسي جرګې څخه په کلکه غوښتنه کوو چي نور د مور ميرې چلند ته د پای ټکی کېږدي او پښتو ژبي ته يې غصب شوي حقونه ورکړي، او د ملي ټرمينالوژي ساتنه دي په خپله وکړي نه په پخوانيو ټوپکسالارانو� پکتيا ادبي ټولنه په ټولو هيوادوالو او په ځانګړي ډول په پښتنو غږ کوي چي نور دي د خپلي ژبي د حقوقو په غوښتلو کي مضر احتياط ته د پای ټکی کېږدي، او خپل حق دي وغواړي�

په درنښت پکتيا ادبي ټولنه ګردېز ښار

- پکتيا ادبي ټولنه
بېرته شاته