(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون سوشل ډیموکراتیک ګوند د خوا خوږۍ پیغام

[26.Jan.2006 - 14:19] په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتون ملت منلی لارښود او ستر رهبر خان بابا خان عبدالولی خان لدی فانې نړۍ څخه رخصت واخیست. پدی باور لرو چې د خدای بښلې خان بابا نه ستړی کیدونکی خدمت او مبارزه چې د پښتو او پښتونولی په برخه کې ئی کړی ده د تل لپاره د پښتون قام په تاریخ کې په زرینو ټکو لیکل شوی وی. مونږ د خدای بښلی خان بابا روح ته دوعا کوو د هغه درنې کورنۍ اوټولو نظریاتی ملګرو سره ئی پدغه غم کې شریک یو. روح دی ښاد وی. ډاکتر کبیر ستوری Dr. Kabir Stori د پښتون سوشل دیموکراتیک ګوند مشر - - د پښتونخوا خبریال-
بېرته شاته