(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا نوى حکومت دې پښتو دښونی، روزنی او دفتري ژبه کړي

[21.Feb.2008 - 21:54] دا غوښتنه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د هغو غونډو او لاريون د وېناوالو او ګډونوالو لخوا وشوه چې د پنجشنبې په ورځ يې د يويشتمې فبرورۍ په مناسبت د مورنيو ژبو نړيواله ورځ لمانځله. په دې مناسبت لومړنۍ غونډه د پېښور په ښار کې د ورځپاڼې وحدت په دفتر کې وشوه. د غونډې رياست نامتو ليکوال او شاعر ښاغلي سليم راز کاوۀ او کوربه يې د ورځپاڼې وحدت مشر پير سيد سفېد شاه همدرد و. دې غونډې ته ښاغلي سليم راز، پير سفېد شاه همدرد، اباسين يوسفزي، ډاکټر سهېل انشاء خټک، اورنګزېب خان او نورو وېناوې وکړې. وېناوالو مورنۍ ژبه د يو بشري، قانوني او اصولي حق په توګه ياده کړه او وې ويل پرمختلليو قومونو د خپلو ژبو په وسيله خپل ملي هويت ژوندى ساتلى دى او د پرمختګ سفر يې کړى دى. دوى وويل دا د هر ماشوم حق دى چې په خپله مورنۍ ژبه کې زده کړې وکړي او دا د هر حکومت مسئوليت دى چې دا حق ورکړي او د دې لپاره ورته شرايط برابر کړي. دوى همداراز وويل چې هر قوم حق لري چې د هغوى په سيمه کې د هغوى ژبه دزده کړی ، دفتر، کار او روزګار ژبه وي چې له بده مرغه د پاکستان ډېر قومونه، په ځانګړې توګه پښتانۀ، د خپل دې حق څخه بې برخې ساتل شوي دي. وېناوالو په دې لړ کې د پښتونخوا ايالت د پخوانيو حکومتونو د پاليسيو غندنه وکړه او وې ويل چې اوس پښتنو عوامي نېشنل ګوند ته رايې ورکړې دي نو پکار ده چې دا ګوند په خپل حکومت کې خپلې ژمنې پوره کړي او د پښتنو د نورو ستونځو تر څنګ پښتو ژبې ته د دفتري او تعليمي مقام ورکولو لپاره کار وکړي او د ايالت زوړ نوم پښتونخوا دې بحال کړي. همدا غوښتنې د پښتوخوا په يو بل ښار مردان کې هم د يو لاريون او غونډې د ګډونوالو لخوا وشوې. دغه لاريون چې اهتمام يې د ادبي دوستانو مرکه، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او مزدور اتحاد تنظيم لخوا شوى و، په سلګونو کسانو پکې ګډون درلود. دوى د پاکستان چوک څخه تر ميزان چوک پورې لاريون وکړ او هلته يې يوه غونډه هم وکړه چې پکې وېناوالو فېض الوهاب فېض، اکبر هوتي، پروېز خان او نورو د حکومت څخه د پښتو ژبې د حقونو غوښتنه وکړه. په دواړو غونډو کې د حکومت څخه دا غوښتنه هم وشوه چې د پاکستان د مرکزي تلويزيون پښتو خپرونې دې بېرته پېل کړي، د اباسين په نامه يو پښتو تلويزيوني چېنل چې په نورو ژبو کې يې خپرونې پېل کړې دي، خو د پښتو چېنل په وړاندې يوه خاص ډله خنډونه پېدا کوي دغه ډله دې ليرې کړاى شي او دغه چېنل دې په سمدستي توګه فعال کړاى شي. اخوا د پاکستان په تر ټولو لوى ښار کراچۍ کې، چېرته چې شاوخوا څلوېښت لکه پښتانۀ مېشت دي، د اتفاق پښتو ادبي ټولنې او جرس ادبي جرګې د مشرانو لخوا په دې مناسبت سره يوه غونډه جوړه شوه چې پکې د پښتو ژبې په اهميت او وړتيا خبرې وشوې او همداراز پرېکړه وشوه چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د دې دواړو ادبي سنګرونو لخوا د پښتو لوحې جوړېږي او په پلورنځيو به لګول کېږي تر څو خلک د خپلې ژبې په اهميت پوه کړاى شي. په دې ټولو غونډو کې وېناوالو په دې خبره زور راوړۀ چې د پښتو ژبې ودې او پرمختګ ته کار کول يو ملي مسئوليت دى؛ نو د سياسي ګوندونو، ادبي سنګرونو او مدني ټولنو په ګډون ټول خلک بايد دا مسئوليت حس کړي او دې مرام ته يو داسې تحريک ورکړي چې حکومتي چارواکي يې د غوښتنې منلو ته اړ شي. دوى په دې اړه د بنګله دېش د خلکو تحريک او قربانۍ ته اشاره وکړه او وې ويل چې پښتانۀ هم بايد وروستو پاتې نۀ شي او د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره ملا وتړي. بنګله دېش چې پخوا د پاکستان يو ايالت و خو په ١٩٧١‌عيسوي کال کې ترې جلا شو او يو خپلواک هېواد جوړ شو، د تحريک رده يې په ١٩٥٢ء کې هغه مهال کېښودل شوه چې د پاکستان مرکزي حکومت د بنګال په خلکو اردو ژبه په زور وروتپله او خلکو يې پر ضد مقاومت پېل کړ. د فبرورۍ په يويشتمه نېټه د بنګال په زرګونو زده کوونکو او خلکو په دې اړه يوه مظاهره کوله چې پوليسو پرې ډزې وکړې او يو شمېر زده کوونکي پکې ووژل شول. دغې کار د دوى مبارزې ته نور طاقت ورکړ او بالاخر بنګاليانو خپل حق وګاټۀ. څو کاله وړاندې ملګرو ملتونو دغه ورځ د بنګالي زده کوونکو په ياد کې او د هغوى قربانۍ ته د درناوي بښلو په توګه د مورنۍ ژبې ورځ وټاکله. ملګرو ملتونو روان کال (٢� � ٨ء) هم د مورنيو ژبو د کال په توګه ټاکلى دى. د پېښور په غونډه کې ډاکټر سهېل انشاء په ټولو پښتنو غږ وکړ چې دا کال دې د خپلې ژبې پښتو په توګه ولمانځي او ددې لپاره دې يوه پراخه مبارزه پېل کړي. De pukhtunkhwa Nawi Hakumat di Pakhtu de Zdakri au daftai Zaba Kre Abdul Hadi Hairan- عبدالهادي حيران
بېرته شاته