(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امريکايي سناتورانو په کونړ کې خلکو سره وليدل

[22.Feb.2008 - 20:54] 22.02.2008 دمتحدو ايالاتو دسنا تو رانو په ډله کې چې دولسمشرۍ پخوانی کانديد جان کيري هم پکې وو په کونړ کې له امريکا يي سر تيرو سره تر ليدو وروسته ددغه ولايت دچارواکو اوخلکو سره خبرې وکړې . دوى کونړ ته دخپل راتګ موخه ددې ځای دخلکو سره له نژدې خبرې او د دوی ستونزې دامريکا خلکو ته رسول وښودل . دامرېکايي سناتورانو نه دکونړ خلکو په دغه لايت کې دبريښنا کوټ ، پوهنتون او دکونړ دسيند پر دواړو غاړو د ديوالونو دجوړولو غوښتنه وکړه چې دسيلاب مخه پرې ونېو له شي. دامريکايي سناتورانو دغه ډله له هند او پاکستان وروسته افغا نستان ته راغلې وه ،او د ولسمشر کرزي سره يی دلېدو پر وخت دا هم ويلي وو چې دامريکا په سنا کې به د دنور ډيرې مرستې غوښتنه وکړي بل خوا دڅوکۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان ددغې ولسوالۍ ديوتن اوسېدونکي له خوا په ډزو ووژل شو. دځايي امنيتي چارواکيو په وينا قوماندان عطا الرحمان دامنيه قوماندانۍ مخې ته د نصير په نوم ديوتن ځايي وګړي له خوا دکب په دریمه نیټه د مازیګر په مهال دکلاشنکوف په ډزو وژل شوی. امنيتي چارواکيو ويلي چې قاتل په تېښته بريالی شوی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته