(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د پښتو ژبې نامتو هنرمندانوته د باچا خان جایزی ورکړی

[07.Feb.2006 - 13:28] د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د هیواد نامتو هنرمندانو هر یو ښاغلی استاد یارمحمد « علی زی » ، استاد ماسټر علی حیدر ، بریالی « صمدی » ، همایون « حیرت » ، شاځوان « منور » ، ننګیالی « صمدی » ، کمین ګل حیرت » او صدیق « سمیر» په ویاړ د ۲۰۰۶ عیسوی کال د فبرورۍ دمیاشتی په شپږمه نېټه د جرمنی د کلن په ښار کې یو درنه مشاعره جوړ کړی وه. ددغی غونډی ( مشاعری) د سټیج چاری د PSDP د خپرونو د چارو مشر ښاغلی عزیز«سرشار» اود PSDP د دارالانشا د مشر مرستیال ښاغلی نصیر ستوری پرمخ بیولی. غونډه د ښاغلی مبارز «څاپی » لخوا د قران کریم د مبارکو ایتونو په طلاوت سره پیل شوه. ورپسی د PSDP مشر ښاغلی ډاکتر کبیر « ستوری » د غونډی برخه والو ته دښه راغلاست ویلو وروسته دخدابخلی خان بابا خان عبدالولی خان روح ته د غونډی برخه والوسره یوځای دوعا وکړه. د مشاعری په برخه کې د پښتو ژبی نامتو شاعرانو هر یو ښاغلی محمد اجان « یار» ښاغلی مبارز « څاپی » ،ښاغلی انجنر فریدالله « ساپی » ښاغلی خالد « ساپی » خپل شعرونه واورول. دافغان سینما او تیاتر د مرکز مشر ښاغلی واحد « نظری » لخوا په زړه پوری طنز واورول شو همدغه شان د ښاغلی معطیع الله « روفی » لخوا د ښاغلی محمود « نظری » لیکلی شوی طنز ولوستل شو. ورپسی خسرو« روفی » او نوید « قاضی خیل » خوندوره تمثیلی ټوټه وړاندی کړه. د مشاعری په دوهمه برخه کې ښاغلی ډاکتر ماخان « شینواری » ، ښاغلی خیبر مومند ، ښاغلی امین « سادات » خپل شعرونه واورول. مشاعره د هیواد د منلی شاعر ښاغلی عبدالوهاب « سرتیر » په زړه راښکوونکو شعرونو سره پای ته ورسیده.
دټوکو ټکالو څخه ورسته د جایزو ورکولو برخه پیل شوه چې دا مشاعره ئې په ویاړ جوړه شوی وه. ښاغلی استاد یارمحمد علی زی، ښاغلی استاد ماسټر علی حیدر، ښاغلی بریالی صمدی، ښاغلی همایون حیرت، ښاغلی شاه ځوان منور ښاغلی کمین ګل حیرت، ښاغلی ننګیالی صمدی او ښاغلی صدیق سمیر ته د PSDP د جنرال سکرتر ښاغلی هدایت « بنګښ » د PSDP د مرستیال ښاغلی محمد شیرین « ګردیوال » او د PSDP د مشرانو د جرګی د غړوهر یو ښاغلی ډاکتر ګل حسن « ولیزی » او ښاغلی مبارز څاپی په لاس ورکړل شوی. د هنر مندانو په نمایندګی ښاغلی استاد ماسټرعلی حیدر لنډی خبری خوښنه او مننه وکړه. غونډه (مشاعره) د PSDP د مشرسلا کار ښاغلی حاجی فضل الرحمن « شیر» په وینا خوندورشعر پای ته ورسیده.
د مشاعری عکسونه
- -دپښتونخوا خبریال-
بېرته شاته