(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

PSDP له اړخه ANP ته دمبارکی پیغا م

[26.Feb.2008 - 22:44] د پښتنو سوشل ډیموکراتیک پارټۍ (PSDP)د مشرانو جرګه د ANP د مشرتابه او په خاص ډول د ANP مرکزی مشر ښاغلی اسفندیارولی خان کړنلاره ستایی او په ټولټاکنو ( ایلکشن) کی د عوامی نشنل پارټۍ ANP د بریالیتوب له امله د ANP مرکزی جرګی غړ و، قام پرستو سیا ست وا لو او ټولو پښتنو ته دزړه له کو می مبا رکی وا یـی او د پوره همکارۍ ډاډ ورکوی. د عوامی نشنل پارټۍ ANP بریالیتوب وښو دله چی پښتنو په ANP پوره اعتماد وکړ او ANP دخلکو په زړو نو کی لا ره مو ند لی ده اودبلی خوا پښتنو دسند په ایالت کی هم خپل موجودیت په ډاګه کړ. چی دا د پښتنو د یووالی او اتفاق په لور یو کوټلی ګام دی. امید دی چی ANP به د خپلو پښتنو د خدمت جوګه شی د پښتنو د لا بریاو په هیله عزیز سرشار د پښتنو سوشل ډیموکراتیک پارټۍ دخپرونو د چارو مشر - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته