(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دماڼو ګي ولسوالۍدشوړيک درې ته سړک پخيږي

[29.Feb.2008 - 20:09] : 29.02.2008دخبری رسنیو د خبر له مخی دماڼو ګي ولسوالۍدشوړيک درې ته دغه سړک پخيږي چې دګڼو خلکو دبوختيا تر څنګ به د دغې درې د اوسيدونکو لار څو وارې را لنډه ، او له مرکز سره وتړي. په دغه غرني سړک د متحدو ايا لاتو د ولايتي بيا رغاونې ډله شاوخوا درې ميليونه امريکايي ډالر لګوي چې پخيدل يې دامنيت له اړخه هم ارزښت لري . په سړک کې به د ورځې شاو خوا څلور سوه کسان د ورځې تر پنځو ډالرو پورې تر لاسه ،اوپه يوه کال کې به بشپړ شي چې دخلکو په اقتصاد ښه اغيز کولی شي . د دې تر څنګ په همدې ولايت کې درې ښوونځي د څه باندې درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي چې يو يې د ولايتي بيا رغاونې ډله او دوه نور دافغانستان د پوهنې وزارت جوړوي . په کونړ کې اويا په سلو کې ښونځي ودانۍ نه لري . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته