(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سوات کې درنه چاودنه شوی

[29.Feb.2008 - 20:18] 29.02.2008: دټول افعان او نورو خبري رسنيو په حواله دسوات په مېنګوره کې ديوه وژل شوي پولیس افسر دجنازې په مراسمو کې د بمي چاودنې له امله تر سلو زياتو تنو ته مرګ ژوبله اوختلی ده. دغه خونړۍ پېښه نن له ماښام وروسته دمېنګورې په حاجي بابا نومي سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې نن سهار په لکي مروت کې دوژل شوي لوړپوړي پولیس افسر ډي اس پي جاوېد اقبال دجنازې مراسم ادا کېدل. دمېنګورې امنيتي چارواکيو نړيوالو خبري رسنيو ته ويلي چې په دغه پېښه کې دمېنګورې دپولیسو مشر او دجماعت اسلامي د يوتن سيمه ييز مشر په ګډون شاخوا ۴۰ تنه وژل شوي او له ۶۰ زيات ټپیان شوي. د عيني شاهدانو په وينا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې پوليسو دجنازې دلمانځه له اداکولو وروسته دوژل شوي افسر جسد ته سلامي وړاندې کوله. که څه هم تراوسه دپېښې دڅرنګوالي په اړه کره ثبوت په لاس کې نشته خو امنيتي چارواکيو چاودنه ځانمرګی بريد ګڼلی او ويلي يې دي چې دسلامۍ پر مهال ديوتن ناپېژاندي کس له خوا ترسره شو. ديادونې وړده چې ډي اس پي د جاوېد اقبال موټر نن سهار په لکي مروت کې دسړک دغاړې ماين په چاودنه کې الوځول شوی و چې پکې دنوموړي په ګډون درې تنه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي و. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته