(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ترهګرو د قومي مشرانو په وينو لاسونه سره کړل

[03.Mar.2008 - 20:57] : 03.03.2008په پښتوخوا او قبائيلي سيمو کښې مېشت پښتانه له تېرو څو کالو څخه د ترهګرو په ولقه کښې دي ، دوې ورځې وړاندې د سوات په سيمه مينګوره کښې ترهګرو د جنازې په مراسمو کښې د ځانمرګي بريد په تر سره کولو سره ګڼ شمېر پښتانه مسلمانان شهيدان کړل، خو پدغه باندې هم د ترهګرو زړه سوړ نشو او بيا تېره ورځ يې په دره آدم خيل کې د پښتنو د مخورو مشرانو جرګه په نښه کړه ، پدغه عمل کښې که هر څوک لاس لري خو دغه يوه خبره ښکاره ده چې دغه ترهګر په ځانګړې توګه د پښتنو سيمه د تشدد په ډګر بدلول غواړي، ترهګر اوس تر دې ځاى پورې راورسېدل چې د پښتنو قومي مشران وژني او په سيمه کښې د سولې لپاره روانو هڅو مخنيوى غواړي ، هېڅ يو مذهب وچاته اجازه نه ورکوي چې څوک د بې ګناه خلکو په وينو لاسونه سره کړي او بيا د مسلمانانو په منځ کښې ځانمرګي بريدونه کول يو داسي عمل دى چې د يو لوى سازش برخه ښکاري ، د پښتنو دښمنان په هېڅ حالت کښې پښتانه د سولې ژوند تېرولو ته پرېښودل نه غواړي ، او هڅه کوي چې په هر ډول وی وکولې شي چی د پښتنو د سر سړي له منځه يوسي،د پښتونخوا په صوبه کې د بد امنۍ پېښې ورځ په ورځ مخ په زياتېدو دي خو د مخنيوى لپاره چې کومو اقداماتو ته اړتيا ده هغه ندي شوي ، پر داسي نا ترسه عملياتو باندې د مذهبي او نورو سياسي ګوندونو دريځ د اندېښنې وړ دى ولې چې تر اوسه پورې هېڅ يوه ګوند د ترهه ګرۍ پر ضد داسي په ډاګه دريځ ندى خپل کړى چې د هغه د لارې هېوادوال د ښه ژوند تمه ولري ، د پښتنو مشرانو هم خپله تګلاره نده په ډاګه کړې ، د پښتنو په ضد روانو سازشونو په مخنيوى کښې بايد د پښتنو مشران خپله ونډه واخلي او يواځي په خبرو باندې خلک تېر نه ايستل شي ، ترهه ګر اوس د پښتنو ښځې ماشومان او سپين ږيرى هم نه بخښي ،د پښتونخوا نوى حکومت بايد د پښتنو پر زړه مرهم کېږدي او د دغو نا اشنا ترهګرو هغه ټولې هڅې چې ګواکې پښتانه د نړۍ په نظر کښې د ترهګرو په لسټ کښې واچوي مخه ونيسي او ټول پښتون ولس چې د ترهګرو هدف ګرځيدلۍ دى د ترهګرو د ناوړه هدف څخه خلاص کړي.

www.laraubar.com

- لر او بر
بېرته شاته