(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا پر نوي حکومت جوړ جاړى وشو

[05.Mar.2008 - 23:39] 05.03.2008 عوامي نشنل ګوند ANP او پيپلز ګوند PPP د پښتنوپه صوبه پښتونخوا کې د ګډ حکومت په جوړلو سلا سره کړې ده . د دواړوګوندونو تر منځ د ۲۰۰۸ ع کال دچارشنبې په ورځ د مارچ په پنځمه نیټه د پښتونخوا په مرکز پيښور کې د عوامي نيشنل ګوند دسينټر الياس احمد بلور په کور کې غونډه وشوه چې پکې د عوامي نشنل ګوند او پيپلز ګوند غړو ګډون وکړو. له غونډې وروسته د عوامي نشنل ګوند صوبايي مشر ا فراسياب خټک وويل چې د ملي اسمبلۍ وروسته په دويمه ورځ به د صوبايي اسمبلۍ غونډه راوبللې شي. نوموړي زياته کړه د سرحد په نوي حکومت کې به دوه سينير يا لوړ پوړي وزيران وي، يو به د عوامي نشنل ګوند څخه او بل به د پيپلز ګوند خڅه وي. نوي حکومت کې به د عوامي نشنل ګوند دولس او د پيپلز ګوند نهه وزيران شامل وي. د پيپلز ګوند مشر رحيم داد خان وويل چې د سپيکر يا ريس څوکۍ عوامي نيشنل ګوند او د مرسيتال سپيکر څوکۍ پيپلز ګوند ته ورکړې شوې ده. په غونډه کې عوامي نشنل ګوند ته د کرکيلې، تعليم، او د قانون وزارتونه او پيپلز ګوند ته د ماليې، خوراک او روغتيا د وزاراتونو د ورکولو پريکړه وشوه. د پيپلز ګوند يو بل مرکزي مشر کرامت الله وويل چې ننۍ غونډه په يو ډير ښه چاپيريال کې ترسره شوه چې دا د دې خبرې ثبوت دى چې په صوبه کې به ډير ژر يو جمهوري حکومت جوړشې. بل خوا دلراو بر دخبر له مخی په سلام آباد کښې د جاپان سفير سيجى کوجيما پرون د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفنديار ولي خان سره وکتل د جاپاني سفير کتنه د پارليمان په ماڼۍ کښې وشوه ، ددغې ليدنې کتنې پر مهال دوى د هېواد د سياسي مسئلو د سولې او امنيت د اوسنيو حالاتو په ګډون د دواړو خواوو د علاقې وړ موضوعګانو په اړوند خبرې او د نظر تبادله وشوه. همداراز د اروپايي اتحاديې پلاوي پرون په اسلام آباد کښې د عوامي نېشنل ګوند ANPله مشر اسفنديار ولي خان سره وکتل، دغې ډلې د اتلسمې فرورۍ په ټولټاکنو کښې د برياليتوب له امله ده ته مبارکي وويله، په دغه ليدنه کتنه کښې د هېواد په اوسنى سياسي حالت هم خبرې او د نظر تبادله وشوه ، دغې ډلې د پښتونخوا ايالت په قبائيلي سيمو کښې د پوخ امن د ټينګيدو او د ترهه ګريزو کړنو د پاى ته رسولو په اړوند په بيلا بيلو لارو چارو سره خبري وکړي ، په مقابل کښې اسفنديار ولى خان د دولسو اروپايي هېوادونو د سفيرانو له ډلې څخه د زړه له تله مننه او کور ودانى وکړه. - دپښتونخواخبریال
بېرته شاته