(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلی حامد کرزي سره د بي بي سي ځانگړې مرکه

[24.Mar.2008 - 23:04] 24.03.2008 دافغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزي سره بي بي سي ځانگړې مرکه کړی ده چی دپښتونخوا خبریال یی دلته کټ مټ ستاسو د لوستلو لپاره خپروی. دافغانستان ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې د امريکا د استخباراتو د ادارې د رئيس خبره په سخته رد کړې . دغې ادارې پدې وروستيو کې راپور ورکړی وو، چې د افغانستان حکومت دخپل هېواد يوازې په سلوکې پر ٣� برخه خاوره کنټرول لري او د هېواد پاتې برخې د سيمه ييزو مشرانو او طالبانو په ولکه کې دي . ښاغلي کرزي وويل چې حکومت يې غواړي د بشري حقونو پر سرغړوونکو د مجازات قانون عملي کړي، خو زياته يې کړه چې داښه بولي چې د ستونزو په هواري ، د قانون په پلي کولو او د ثبات په رامنځته کولو کې له دوديزو لارو، او په مسائلو کې د قومي مشرانو له شاملولو هم کار واخلي . افغان ولسمشر ومنله چې په خپلو کړنو کې نرم دی، خو ټينګار يې وکړ چې د هغه د کار روده ديکتاتورانه نه ده . دغه خبرې اترې د بي بي سي له څانګې داود اعظمي ترسره کړې دي او په پيل کې يې له حامدکرزي څخه د افغانستان په اړه د امريکا د استخباراتو د رئيس د راپور په باب پوښتلي دي . کرزی: موږ د امريکا د حکومت د استخباراتو د عمومي رئيس دا وينا واورېده، بيا زموږ د استخباراتو رئيس په دې کې خبرې وکړې، او د افغانستان حالات يې لکه څرنګه چې دلته حقيقت دی واضح کړل . اول خو که موږ د افغانستان د حکومت شپږکلنو کارونو ته وګورو، دا احصائيه چې دوی په امريکا کې وړاندې کړه، غلطه ثابتېږي . دويم د افغانستان عنعنه رسم او رواج هم دغه احصائيه غلطه ثابتوي . په دې مانا چې زموږ د کليو د پراختيا پروګرام د افغانستان تقريباً له ٣٨ زره کليو څخه ترنيمايي زياتو کليو ته رسېدلی دی . نو د کليو د پراختيا پروګرام چې د افغانستان د ٣٨ زرو کليو، ٤� زرو کليو نمايي ته ورسېږي، دا په خپله دحکومت موجوديت ښيي . نه يوازې دا چې موجوديت يې ښيي، بلکې کار يې ښيي . بل دا چې د افغانستان صحي خدمات چې شپږکاله د مخه يوازې نهه په سلوکې نفوس ته رسېدل، نن دا خدمات تقريباً اتيا په سلو کې ډېرشوي دي، دا په خپله د حکومت موجوديت او کار ښيي . په بله ساحه کې د افغانستان د عنعنې، قومونو او ولسونو ګذاره او د حکومت او ددوی مراوده، هغه حکومت چې په ولس کې ټينګ وي هغه په دې خاوره کې ترټولو ټينګ حکومت وي او تر ډېره چلېدونکی حکومت هماغه وي . که د امريکا د استخباراتو د عمومي رئيس خبره دا وي چې د افغانستان په زياترو مناطقو کې د قوم سپين ږيري او مشران واکمن دي، دا هم ډېره د خوشالۍ خبره ده، دا اصل ديموکراسي ده او د خلکو حکومت او قوي حکومت همدغه دی، موږ ډېرخوشاله يو چې دوی دا فکر کوي چې په افغانستان کې ولس واکمن دی او ولس له حکومت سره په مراوده کې دی . په دوهمه مسئله کې، که تاسې د بي بي سي د تلوېزيون يو پروګرام ته توجه کړې وي، دوی د افغانستان د بدخشان ولايت د پامير سيمه کې روغتيايي خدمات ښوول چې د افغانستان بيرغ د هېواد په شمال ختيځوسيمو کې د غرونو پر سرونو رپېده . د افغانستان داسې ځای نشته چې هلته دې د افغانستان بيرغ ونه رپېږي، پرته له هغې سيمې چې د ترهګرو په لاس کې دي . دا خو يوه ليرې پرته څنډه وه، دغه راپور او داسې نور راپورونه هم وايي چې د ننه په منځنيو سيمو په ځانګړي ډول په سوېلي سيمو کې داسې سيمې شته چې هغه د طالبانو(ددولت د مخالفينو) په لاس کې دي کرزى: د طالبانو خبره خو جلا ده، چې دوی وايي چې لس په سلو کې خاوره ددوی په لاس کې ده، هغه هم غلطه ده، زموږ د استخباراتو رئيس وويل چې پنځه فيصده ده . زه د هغه وخت په اړه خبرې کوم چې ده ويلي چې د قوم سپين ږيري يا مشران پکې حکومت کوي، دوی (غربيان) په افغانستان کې د قوم د سپين ږيري او ديني عالم توپير له ټوپکوال سره نشي کولای . دا ددوى مشکل دى . موږ ته د قوم سپين ږيری محترم سړی دی، د ولس نماينده دی او قوي حکومتونه له ولس سره د ملګرتيا له لارې کېږي . زما په يادېږي کله چې زه کوچنی وم زموږ په کندهار، زابل او اروزګان کې به د قوم سپين ږيرو جوړې کولې، حکومت به هلته و، ولسوال به هلته ناست و . کله چې زه کوچنی وم، تقريبا د لسو يوولسو کلونو به وم، زما په ياد دي چې د اعلى حضرت په شپو کې د کندهار په پنجوايي کې يو سړی تښتېدلی و او حکومت نشوای نيولی، نو يې زما پلار ته مراجعه وکړه چې سپين ږيري او مشران راوغواړه چې دغه سړی پيدا کړي، هغه د قوم سپين ږيري او مشران راوغوښتل، هغوی راغونډ شول ، سړي ته يې احوال ورکړ چې راشه، هغه راغی چې له ماڅخه يې نوم هېر دی، او حکومت ته يې ورتسليم کړ . نو ايا په هغه وخت کې د افغانستان حکومت په کندهار کې واکمني نه درلوده ؟ خو په هغه وخت کې خوهم په اوسنۍ مانا کې دولت هاغسې کنټرول نه درلود لکه اوس هېوادونه يې چې لري، ځکه چې دولت له قومونو سره په همکارۍ چلېده، په خپله ددولت پوره کنټرول نه و؟ کرزى: هغه دولت دی، له دولت سره په همکارۍ وچلېد،هغه بهترين دولت دى، يعنې د امريکا ولسمشر پرامريکا واکمن نه دی، په دې چې د امريکا په هرايالت کې هلته جلا ټاکنې کېږي ګورنر ټاکل کېږي، او هرمحل خپله ټولنه لري، خپله شورا لري او خپل کار کوي، واکمن حکومت که دکتاتور حکومت ښيې، چې ولس هېڅ نه وي، او ټول واک د عکسرو او حکومت په لاس کې وي، هغه جلا خبره ده . که د شوروي حکومت پخوانی حکومت ښيې هغه جلا خبره ده، موږ الحمدلله هسې نه يو، له ولس سره يوځای حکومت ترټولو قوي حکومت وي، مثلاً، د سويس ياجرمني حکومت، ايا هغه ټينګ حکومت دی، او که هغه حکومتونه چې خاص د عسکرو په زور چلېږي؟ دلته يوه بله خبره هم ده، چې قومي جوړښت يا د قومي مشرانو رول د پخوا په شان پاتې نه دی، اوس خو يوه نوې طبقه راپورته شوې ده،چې دوی قومندانان او جنګ سالاران ورته وايي د هغوی کنټرول زيات شوی دی ؟ کرزى: غلطه ده، ددوی دغه انتباه غلطه ده، جنګ سالار جلا شی دی د قوم مشر جلا شی دی، دوی په خپل تحليل کې ددې توپير نشي کولای . نو د جنګ سالارانو رول خو اوس شته، دا خو تاسې منئ؟ کرزى: نه، ډېر محدود شوی دی، د ځمکې او اسمان فرق يې دی، د شپږو کلونو راهيسته ترننه پورې، ته په خپله ولاړې وګرځېدې، چېرې دې جنګ سالار وليد، هغه بله ورځ ننګرهار ته تا پرلاره وليد،ننګرهار کې دې وليد، په کابل او پروان کې دې وليد؟ دا خو سمه ده چې ددوی هسې رول پاتې نه دی، چې وسله والې ډلې لري، خو ددوی رول په بل ډول هسې خوندي دی، يعنې خپل نفوذ يې ساتلی دی او که نه ؟ کرزى: دروغ خبره ده، که يو سړی د قوم د مشر په توګه نفوذ لري هغه مشروع خبره ده، او که هغه نفوذ يا له حکومت سره په همکارۍ کې وي، دا د حکومت قوت ښيي . په بله معنا د حکومت تعريف داسې کولای شو چې حکومت معنا زور، او د حکومت معنا د خلکو تابعيت د رعيت په توګه ، دا يو د استبداد تعريف دی، د حکومت تعريف هغه دی چې خدمت څومره کولای شي، روغتيايي مراکز ولري، معارف ته يې وده ورکړې ده او که نه، او که هغه نه وي بيا نو د حکومت کمزوري ده، او يوځای چې د حکومت او ولس ترمنځ شورا، مجلس اوهمکاري وي، نو د ولس په خوښه پروژې ويستل کېږي، نو دغه ډېرقوي حکومت دی . تاسې وويل چې د زور حکومت نه خوښوئ، چې پريوچا باندې زور واچول شي، داسې خلک خو شته چې خپل زور کاروي او دولت ددوی په مقابل کې زور نه کاروي؟ کرزى: په ځينو مواردو کې بالکل شته، او په هغو مواردو کې موږ له هغو وسايلو څخه کار اخلو چې د افغانستان په خير او ګټه وي . نو ځينې خلک بيا داسې وايي چې شپږ کاله تېر شول او داسې کارونه بايد مخکې شوي وای، دوی وايي چې دا کار وځنډېده؟ کرزى: وايم سمه نه ده او دا غلط فکر دی، خدای د وکړي چې شل کاله تېرشي، څلوېښت کاله تېرشي، کاربايد هغه سړی وکړي چې په هغه کې د افغانستان د ثبات او ساتنې ګټه وي، ما ددېرشو پنځه دېرشو کلونومثال درکړ، چې يو سړی فراري وخو حکومت او پوليسو ونشوکولای چې هغه ونيسي، قوم يې راوغوښت، ايا دغه د حکومت زور دی او که ضعف، نن هم هماغسې مثال دی که ٣� کاله مخکې مو يو کار ښه ګاڼۀ. اوس هم بايد هماغسې کار پيل کړو او که يوځای سړی د قانون د تطبيق لپاره داسې لارې پيدا کړي چې پکې د افغانستان له حالاتو سره سم له ولس سره کار وشي، دا نو بيا جلا مثال دی، دا په دغو حالاتو کې ددې خاورې په خير تمامېږي . تاسې وويل چې دولت په دې خاطر دې خلکو ته لاس نه اچوي، چې دا د هېواد په ګټه دی؟ کرزى: که چېرې د قانون خلاف کار وکړي بايد قانون ورباندې تطبيق شي . داسې کارونه خو ډېرو خلکو کړي، خلک نيوکه کوي چې ولې د هغو خلاف له قانون سره سم کار نه کېږي؟ کرزى: د ډېرو نه د قانون خلاف کارونه شوي دي، زه اوس تاته څومره مثالونه درکړم، هره ورځ رشوت خور نيول کېږي، په بېلابېلوځايونو کې غل نيول کېږي، هره ورځ د قانون متخلف نيول کېږي، هو، ځينې موارد شته چې په هغو کې دا کار نه دی شوی، چې هلته د نظام ضعف و . اوس څوک دا کارنشي کولای، چې واضح تخلف وکړي او دولت اقدام ونه کړي. خو ځينې خلک دا مثال ورکوي چې په کابل کې څه موده وړاندې يوه داسې پېښه وشوه خو حکومت تراوسه پورې ددولت د مامور پروړاندې داسې گام نه دى پورته کړى، نو پدې خاطر خلک ستاسې پر حکومت نيوکه کوي؟ کرزى: په دې کې اقدام شوى دى، څارنوالۍ اقدام کړى دى، پوليس ورغلل او د جنرال دوستم کور يې کلابند کړ|، قضيه يې ترتيب کړه او دوسيه يې څارنوالۍ ته وړاندې کړه، څارنوالۍ خپل اجرآت پرې وکړل، تعليق يې پرې راوست او له وظيفې تعليق شو، ورته وويل چې راشه محاکمې ته حاضر شه، او په عين حال کې له اکبر باى سره خبرې وشوې چې اىا دغه خبره څنگه کوې. جنرال دوستم مراجعه وکړه چې زما او اکبرباى جوړه راوکړئ، د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو د قوموسپين ږيري او مشران راغلل، او د قوم سپين ږيري او مشران په سلو، دوو سوو داسې مواردو کې ماته راغلي دي او خبرې يې راسره کړې دي . دا يوه ښه خبره ده چې ولس له حکومت سره په دا ډول مسئلو کې په تماس کې دى، او ما ددوستم په باب تراوسه پورې د قوم د سپين ږيرو او مشرانو سره درې څلور غونډې کړې دي، يونيم سل نفره راغلي وو او له ماسره کېناستل خبرې يې راسره وکړې او وويل چې سهي ده ملامت دى موږ نه غواړو چې په دې قضيه کې داسې خرابۍ وشي چې خوار غريب ولس تر پښو لاندې شي او ظلم ورسره وشي . او زه قانع يم چې موږ بايد داسې کار ونه کړو چې ولس په هغه کې خوږ شي. خو موږ به له يوې خوا ددوو کسانو ترمنځ د جوړې کار هم کوو او له بلې خوا به د قانون تطبيق هم کوو، چې دا د افغانستان عنعنه ده او ډېره ښه عنعنه ده او پر دې زه ولاړ يم . خو پرتاسې نيوکه داده چې کله د جوړجاړې خبرې شي د قومونو خبره شي بيا حکومت هېر شي او عنعنې ته کيسه ولاړه شي، يعنې د حکومت رول دلته چېرې پاتېږي او قانون چېرته پاتې کېږي ؟ کرزى: حکومت څه مانا؟ حکومت دا معنا چې د خلکو لپاره يو قانون دى، قانون د کاڼو او غرونو لپاره نه دى، ځينې خلک غواړي چې په قانون دې په زور علمي شي، د عسکر په زور عملي شي، او ځينې دا غواړي چې زه رغلى يم قوم يم سپن ږيرى يم مشر يم اوزه يې د افغانستان له عنعنې سره سم عملي کوم، دا خو د افغانستان لاره ده . څومره جوړې په دې خاوره کې د قوم د مشرانو لخوا شوې دي، او هغه جوړې چې د قوم د مشرانو له لارې شوې دي، هغه پايداره دي . هغه ځای چې غلا شوې وي ، ظلم شوی وي ، قتل شوی وي بيخي سمه ده چې بايد جوړه وشي حتی زموږ په ټولنه کې په قتلونو کې خلک روغه کوي . داخبره تاسې منئ چې ځينې خلک وايي تاسې تر ضرورت زيات نرم ياست ؟ کرزى: هو دا خبره ډېره کيږي چې زه تر ضرورت زيات نرم يم او زه پخپل فکر سره په ځينو مواردو کې تر ضرورت زيات نرم يم ، د افغانستان لپاره، د سولې لپاره د امن لپاره ، پدې خاوره کې ډېر ظلم شوی دی ډېر انسانان وژل شوي دي ، ډېری انسانان د مازې يوې خبرې لپاره شهيدان شوي دي . ډېر انسانان بنديخانو ته لوېدلي دي ، افغانستان ته زما د راتګ لومړی مرام دا وو چې زه د ظلم او زياتي هغه صحنه او د هرې وړې خبرې لپاره د قوت د استعمال مخه ونيسم ، او دلته داسې يو حالت راولم چې ملت کرار شي او زه خوشاله يم چې زه داسې يو ولسمشر يم چې خلک وېره رانه نه لري ، يعني له وېرې رايه رانه کړي، بلکې پخپله خوښه رايه راکړي او پخپله خوښه راسره وغږيږي . هو د قانون تطبيق يوه ډېره مهمه خبره ده ، د قانون تطبيق بايد وشي ، د نظام اساس په همدې ولاړ دی خو د قانون تطبيق او له ولس سره مرکه دواړه يوه خبره ده - د پښتونخواخبریال
بېرته شاته