(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپوهنې وزير د١٢� � نوو ښونځيو د جوړولو ژمنه وکړه

[26.Mar.2008 - 20:55] دافغانستان د پوهنې وزير دنوي لمريز کال له رارسيدو وروسته د ښونځيو د رغاونې لومړني تړونونه له يو شمير کورنيو ودانيزو شرکتونو سره لاسليک کړل. ددغو تړونونو له مخې به د افغانستان په کونړ،نورستان،خوست، فراه او نيمروز ولايتونو کې نهه ښونځي جوړ شي . وزير له تړونونو وروسته خبريالانو ته وويل چې په روان لمريز کال کې به په افغانستان کې د پوهنې د څرنګوالي د لوړولو هڅه وکړي او ژمنه يې وکړه چې دروان کال د زمري تر مياشتې پورې به د افغانستان ټول ښونځي درسي کتابونه ولري او ډيرى به يې لابراتوارونه او ځانګړي کتابتونونه هم ولري . دافغانستان د پوهنې وزير وويل سږکال به د هيواد د پوهنيز بهير د کيفيت پر لوړولو ټينګار وکړي. ده هڅه کوله چې دنوي ١٣٨٧لمريز کال لپاره دخپلو راتلونکو فعاليتونو غورچاڼ له خبريالانو سره شريک کړي . محمد حنيف اتمر ١٢� � نوو ښونځيو د جوړولو ژمنه وکړه چې دروان لمريز کال تر پايه پورې به يې کار بشپړ کړي . ده وويل دمسلکي ښونکو د شميرې د لوړولو لپاره به په خدمت کې دننه د ښونکو د روزنې مرکزونه پرانيزي . په افغانستان کې ډير ښونځي مسلکي ښونکي نلري او د ښونې روزنې څرنګوالى يې له ګواښ سره مخامخ کړى دى. دخبری رسنیو د خبر له مخی ډير شنونکي وايي چې دافغانستان د ښونې روزنې بهيرد تخنيکي ستونزو په پرتله امنيتي ستونزو له ډيرو ننګونو سره مخامخ کړى دى . د هيواد په سوېل کې چې د طالبانو په وړاندې د جګړې اصلي ډګر دى ، په ډيرو برخو کې پوهنيز بهير له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوى دى. ددغو پوښتنو په ځواب کې د پوهنې وزير نوى پلان وړاندې نکړ او پر هماغه پخوانۍ خبره يې ټينګار وکړ چې هر ښونځى د سيمه ييزو خلکو د يوې ځانګړې جرګه ګۍ له خوا ساتل کيږي. د نورستان او خوست په څير ولايتونو کې د ليسو او په ځانګړي ډول د ښځينه ليسو جوړول د ښونې او روزنې دنوي پلان له مهمو برخو څخه دي. د پوهنې وزارت وايي چې تير لمريز کال يې ډير ټينګار د ښونځيو پر بيا رغاونه کړى وو چې نژدې ١٨� � ښونځيو ته يې ودانۍ جوړې کړي او له خيمو څخه د جوړو شوو ښونځيو شميره يې په کليوالو سيمو کې ډيره راکمه کړې ده بل خوا بی بی سی د خبر له مخی د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې په دغه هېواد او ځانګړي ډول پلازمينه کابل کې ډېرنوي جوړ شوي شخصي ښوونځي له ياد شوي وزارت سره همغږي نه لري . د چارواکو پر وينا، له دغو ښوونځيو څخه ٦� په سلو کې له وزارت سره ثبت شوي نه دي، بله دا چې په ډېرو شخصي ښوونځيو کې د پاکستان اونورو هېوادونو ښوونيز نصاب ښوول کيږي . بله خوا ډېرى ښاريان دا خبره مني چې شخصي ښوونځي ښه کيفيت لري، خو وايي له دې سره به د شتمنو او بې وزلو پوړونو تر منځ واټن نور هم پسې زيات شي . دا مهال د افغانستان په ګڼو ولايتونو او ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې د شخصي ښوونځيو جوړولو کلتور مخ په غوړېدو دى . دا مهال يوازې په کابل کې د شاوخوا ٧� ښوونځيو دروازې د خپلو مينه والو پر مخ پرانيستل شوې دي . ددغو ښوونځيو زده کوونکي وايي چې د حکومتي ښوونځيو په پرتله د شخصي ښوونځيو ښوونيز کيفيت لوړ دى . ښايي چې دغه زده کوونکي ريښتوني وي، خو شخصي ښوونځي له يوۀ زده کوونکي څخه په يوه مياشت کې له ٣� ډالرو نه واخله تر سلو ډالرو پورې فيس اخلي . د ټولنې بې وزلى پوړ استدلال کوي چې دوى خپل ماشومان دغو ښوونځيو ته نشي استولى، بل دا چې له شخصي ښوونځيو سره به د شتمن او بې وزله پوړ تر منځ شته واټن نور هم پسې زيات شي . د بی بی سی د یو بل خبر له مخی د افغانستان حکومت د امريکا د پراختيايي ادارې (يو ايس ايډ) په مرسته غواړي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د ښونځيوپه لسګونو زره نامسلکي ښونکي په مسلکي ډول وروزي دا ژمنه دپوهنې له وزارت سره د يو تړون له لاسيلک وروسته وشوه د پوهنې وزارت وايي چې په ټول هيواد کې د ښونځيو ٨� په سلو کې ښونکي نامسلکي دي . د افغانستان د پوهنې وزير محمد حنيف اتمر وويل ددې پلان موخه داده چې د هيواد د پوهنې کيفيت لوړ کړي . د پوهنې وزير وويل دغه پلان به په راتلونکو درې مياشتو کې په عملي ډول پيل شي د افغانستان د پوهنې وزارت په لوړ معاش د زرګونو نو ښونکو د جذبولو اعلان وکړ چې نامسلکي ښونکي وروزي . د ښونځيو اوسنيو نامسلکي ښونکو مياشتنۍ تنخوا به هغه مهال له درې برابرو څخه تراوه برابرو ورسيږي چې دوى ځانونه د مسلکي هغو په توګه زبات کړي . د افغانستان د پوهنې وزير وويل د هيواد په ښونځيو کې د ١٥٣ زره ښونکو ترمنځ نژدې اتيا په سلو کې نامسلکي دي . دوى ته د افغانستان دولت د مسلکي والي په لور د پرمختګ موقع ورکوي . د پوهنې وزير محمد حنيف اتمر دغه نوى پروگرام د پوهنې په تاريخ کې لوى پرمختګ وباله . د افغانستان د تعليمي ډګر د کيفيت د لوړولو لپاره د امريکا پرمختيايي اداره او نړيوال بانک مرسته کوي چې سم لاسي ٤١ ميليونه ډالره د راتلونکي يوه کال د لګښت په توګه افغان دولت ته رسيدلي دي . د افغانستان د پوهنې وزارت د هيواد د تعليمي ډګر د کيفيت د ښه کولو لپاره دغه نوى پلان د يوې لوې لاسته راوړنې په توګه يادوي چې د افغان حکومت د تير يوه کال د هڅو پايله بلل کيږي . د پوهنې وزارت وايي ، په تيرو شپږو کلونو کې يې له شپږ ميليونو څخه ډير زده کونکي جذب کړي دي او له دې وروسته غواړي چې ښونکو ته پخپلو ولايتونو کې د مسلکي روزنې لاره اواره کړي. محمد حنيف اتمر وويل دهيواد ٧٥ په سلو کې ولسوالۍ د نجونو لپاره منځني ښونځي نه لري او ديرش په سلو کې يې د هلکانو لپاره د منځنيوزده کړو له اسانتياو څخه بې برخې دي . ده اعلان وکړ چې د امريکا د پرمختيايي ادارې او نړيوال بانک په ملاتړ ٤� � � زره ښځينه او نارينه ښونکي جذبوي چې په ټولو ولايتونو کې ښونکو ته څانګيزې روزنې ورکړي . دوى ته به له لس زرو څخه تر شل زره افغانيو پورې تنخوا ورکړي . د امريکا پرمختيايې ادارې او د نړيوال بانک چارواکو د افغانستان په تعليمي ډګر کې د مسلکي ښونې روزنې نشتوالى سخته ستونزه وګڼله او ژمنه يې وکړه چې ددغې پروژې د بشپړولو لپاره به د افغان حکومت لاس نيوى وکړي . د پوهنې وزارت وايي چې دوى ته د ښونکو د څانګيزې روزنې د بهير د بشپړولو لپاره ١٧� ميليونه ډالره پکار دي چې د نړيوالې ټولنې له ملاتړ پرته به ددوى نوي ګامونه له خنډ سره مخامخ شي . افغانستان لا هم د ښونځيو له سوځولو ، د ښونکو له برمته کولو او د زده کونکو د ويرولو له ګواښ سره مخامخ دى . جګړه دديرشو کلونو راهيسې لګيا ده د تعليمي بهير د خنډ او ځنډ لامل ګرځي . خود افغانستان د پوهنې وزير پر خلکو او امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې ددغې پروژې د بشړولو لپاره مرسته وکړي. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته