(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بېګم نسيم ولي خان څخه مننه

[26.Mar.2008 - 21:38] د باچا خان ريسرچ سنټر د ډائرېکټر فضل الرحيم مروت په غوښتنه محترمی نسيم ولي خان د رهبر تحريک خان عبدالولي خان د ذاتي لائبرېرۍ ټول کتابونه، آډيو او ويډيو کېسټونه او د هغوي د ذاتي استعمال نور ډېر ناياب څيزونه تېره ورځ باچا خان ټرسټ ته حواله کړل. د هغې کتابونو او کېسټو او نورو موادو ترتيب کولو لپاره د باچا خان ريسرچ سنټر پوهان لګيا دي هغه ترتيب کوي او محفوظ کوي ئې. د پښتون رسالې د مشاورتي بورډ په غونډه کښې د يو قرارداد په ذريعه د محترمی بېګم نسيم ولي خان د دې مرستې ستاینه وشوه او د هغې شکريه ادا کړې شوه. ځکه چې د ولي خان د لائبرېرۍ کتابونه او کېسټې د استفادې لپاره د ټول پښتون قام امانت ؤ او دا په وخت دغې قامي ادارې ته په ډېر خلوص او اخلاص سپارل د پښتنو سره د مينې او اخلاص د ټولو نه لوئی اظهار د ی .- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته