(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستونزې به د پښتنو د جرګو له لارې هواروو

[28.Mar.2008 - 20:46] پېښور : د عوامي نيشنل ګوندANP دپښتونخوا د صوبی لپاره کانديد اعلى وزير امير حيدر خان هوتي د پښتو ورځپاڼې خبرونه سره په ځانګړې مرکه کی ويلي دي، چې د سوات، شمالي او جنوبي وزيرستان ستونزې به د پښتنو د جرګو له لارې هواروو. پښتانه د وينو تويولو په ځاى امن غواړي. که څه هم جرګې جوړول څه اسانه کار نه دى، خو د پښتنو په دود کې ځانګړى ارزښت لري او دا د پښتون ولس غوښتنه ده، چې په سيمه کی دې امنيت د جرګې له لارې راوستل شي. مونږ نور د جهاد او عملياتو په پلمه د پښتنو وژنه نه شو زغملې. د دې وژنې د مخنيوي لپاره به يواځې د پاچا خان د فلسفې (عدم تشدد) په تګلاره عمل کوو. نوموړي وويل چې ترهګري په څو ورځو کی نه شي ختميداى. د دې لپاره ګډه مبارزه پکار ده. د عوامي نيشنل ګوند د ايالتي حکومت د اطلاعاتو او عامه اړيکو کانديد وزير سردار حسين بابک د پښتو ورځپاڼې وحدت سره په مرکه کی ويلي دي، چې نوى ايالتي حکومت به د ډېرو ګواښونو سره مخ وي. په سرحد کی امنيت راوستل مهمه ستونزه ده، چې د زور له لارې نه شي حل کيداى. د دې ستونزې د حل لپاره يواځې د جرګې نسخه کافي ده. پښتانه په جرګو، مرکو باور لري. افغانستان سره زمونږ دين، ژبه، رسم او رواج يو دى. تاريخي اړيکې ورسره لرو. هلته چې اور بليږي اغيزه يـې دپښتونخوا په صوبه خامخا کيږي او مونږ ورسره هم اغېزمن کيږو. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کی، چې قبايلو، سوات، ملاکنډ او وزيرستان کی، چې څومره ستونزې دي د دې د حل لپاره ستاسو د حکومت تګلاره به څه وي؟ نوموړي وويل : د دغې ستونزو د حل لپاره مونږ په خپلې صوبې خپل واک غواړو او مونږ به پوره کوښښ وکړو، چې دغه ستونزې حل کړو؛ ځکه د دغو سيمو پښتانه سره وروڼه دي او په خبره سره پوهېږو. د پښتنو په ټولنه کی د جرګو له لارې خبره ارزښت لري. د يا دونې وړ ده، چې د عوامي نيشنل ګوند کانديد وزيرانو د پښتو ورځپاڼو او مجلو سره مرکې زياتې کړي دي او وخت په وخت د دغو ورځپاڼو او مجلو د دفترو دورې هم کوي او په دې توګه غواړي، چې د پښتو د مطبوعاتو له لارې خپل غږ پښتنو ته ورسوي. ښاغلی بشيراحمد بلور وويل چې دسرحد دامنيت لپاره دعدم تشدد او دجرګو مرکو له لارې هلې ځلې کوو بله خواپه ۲۸مارچ ۲۰۰۸ نیټه د ورځې په يوولس بجو دپښتونخوا ايالتي اسمبلۍ غړو سوګند پورته کړ ، د وياند ددندې لپاره کرامت الله او دوياند دمرستيال لپاره خوشدل خان له سيالۍ پرته وټاکل شول دپښتونخوا اسمبلۍ ۱۲۴غړي لری چی. ٩٩ عامې او ٢٢ دښځو او درې داقليتونو لپاره دي. دپښتونخوا اعلى وزارت لپاره به اميرحيدر هوتي بې له مقابلې وټاکل شي؛ ځکه، چې په صوبه کی داپوزوسيون ټولو ګوندونو د امير حيدرهوتي ملاتړ اعلان کړى دى. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته