(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکونړ ولایت په مرکزکی د «کونړ سیند»مشاعره جوړه شوه

[28.Mar.2008 - 21:05] چغسرای ۲۸/۴ /۲۰۰۸ : په جرمنی کی دکونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنى په نوښت او کوربه توب د2008ع کال د مارچ د میاشتی په پنځلسمه (15) نیټه دالمان د لیورکوزن په ښار کی د»کونړ سیند» تر سرلیک لاندی په لومړی ځل یوه درنه او پرتمینه مشاعره جوړه شوه، چی ددی لړۍ د غزیدو په ترڅ کی د کونړ میشتو فرهنګیانو له خوا نن د۲۰۰۸ ع کال دمارچ د میاشتی په ۲۸ نیټه ،د ١٣٨٧ز کال دوری( حمل)د میاشتی په نهمه نيټه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې «کونړ سیند» په نوم یوه درنه او په زړه پوری مشاعره جوړه شوه، چې ګڼ شمیر مینه والو پکی ګډون ګړی ؤ .د مشاعری پوره راپور به وروسته پر لیکه شی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته