(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ کی دکونړسيندمشاعره جوړه شوه

[29.Mar.2008 - 08:17] چغه سرای: د وري په ٩مه، Mar 28, 2008 د کونړ ولايت په مرکز اسد اباد کې د ( کونړ سيند) په نوم مشاعره وشوه . چې له دې وروسته به هر کال د کونړ سيند مشاعره جوړیږی . په دغه مشاعره کې د بلخ، بغلان، کابل، ميدان ،وردګ، غزني، خوست، پکتيا،کندهار،ننګرهار، لغمان او کوزې پښتونخوا په لسګونو شاعرانو برخه اخيستې وه. د «کونړ سیند»مشاعره د هیوادنه بهر په لومړی ځل په Mar,15, 2008نیپه په جرمنی کی د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی له خوا اوپه Mar 28, 2008 نیټه دهیواد دننه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې دکونړ مېشتو فرهنګيانو لخوا دکونړ والي سيد فضل الله وحيدي او په المان کې د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی په مرسته جوړه شوې وه چی لر او بر پښتانه شاعران، لیکوالان اود قلم خاوندان پکی په یوه ټغر راغونډ شوی و. د مشاعرې د سټیج چاری ښاغلی محمد ادريس غروال او ښاغلی نعمت الله کرياب پرمخ بیولی . په مشاعره کې د لسګونو شاعرانو ترڅنګ شاعر امن ښاغلی پیر ګوهر، استاد غفور لېوال، ښاغلی استاد محمد اصف صميم،ښاغلی اسدالله دانش ، ښاغلی استاد حبيب الله رفيع، ښاغلی خوشحال روهي او نورو مشرانو هم برخه اخيستې وه. د مشاعرې څخه مخکې شپه يوه وړه مشاعره ترسره شوه اود (سندريز ماښام) په نامه د موسيقۍ پروګرام د کوزی پښتونخوا څخه دپیاوړو سندرغاړو ښاغلی سردار یوسفزی او ښاغلی خیال ګل په خوږو اوازونو ښکلی شوی ؤ. د مشاعرۍ په لومړۍ برخه کې د اطلاعاتو او کولتور د وزير پيغام د کونړ د اطلاعاتو او کولتور د ريس ښاغلی عبدالقيوم حکيمزي لخوا ولوستل شو. دغه راز په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر د لسګونو فرهنګي او ادبي ټولنو پيغامونه هم ولوستل شول . د پروګرام دويمه برخه د مشاعری وه چې د مشاعرې پيل له مزار شريف څخه د راغلي شاعر ذبيح الله احساس په شعر سره وشو او ورپسې په ترتيب سره د ټولو سيمو شاعرانو ته د شعر ويلو بلنه ورکړل شوه . د مشاعرې په لومړۍ برخه کې د دې مشاعرې د منتظمينو لخوا څلورو هغو کسانو ته چې دادب او کولتور په برخه کې يې دقدر وړ کارونه ترسره کړي، د سرو زرو مډالونه ورکړل شول . ښاغلی ډاکټر ابراهيم شينواري ته د ډاکترکبير ستوري ، ښاغلی داؤد جنبش ته د شمس الدين مجروح، د کونړ والي ښاغلی سيد فضل الله وحيدي ته د اخلاص، او ښاغلی ډاکتر شېرولي شیر ته د طاهر فرهاد د سرو زرو مډالونه ورکړل شول . وروسته د کونړ د والي سيد فضل الله وحيدي لخوا استاد حبيب الله رفيع او استاد محمد اصف صميم ته د فضيلت پګړۍ وتړل شوې . د جمعی د لمونځ د ادا کولو وروسته د مشاعری دوهمه برخه پیل شوه چی ګڼ شمیر شاعرانو پکی خپل شعرونه واورول. ښاغلی محمد ادريس غروال وویل چی د مشاعرۍ شعرونه ليکلي پيغامونه او ويناوې به ډېر ژر په کتابي بڼه کې چاپ شي . لر اوبر ټولو پښتنو شاعرانو لیکوالانو او ادیبانو دکونړ سيند د مشاعرې په جوړېدو د خوښۍ څرګندونه وکړه ځکه که يو خوا کولتوری هلې ځلې وده مومي، نو له بلې خواد شاعرانو ترمنځ پېژندګلوي هم زياتېږي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته