(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له ځايي طالبانو سره خبرې کوو:اسفنديار ولي خان

[30.Mar.2008 - 20:38] د عوامي نېشنل ګوندANP مشر اسفنديار ولي خان ويلي چې د القاعده له کورنيو او بهرنيو غړيو سره خبرې نه شي کېداى خو ځايي وسلوالو سره به د خبرو اترو لاره خپلوي. اسفنديار ولي خان دغه څرګندونې مارچ په ۲۸ نیټه ، په اسلام اباد کې د سويلي اسيا لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له مرستيال وزير رچرډ باوچر سره د ليدنې پر مهال کړې دي . د نېشنل ګوند وياند زاهد خان له دې ليدنې وروسته خبريالانو ته وويل چې دواړو مشرانو نږدې يو ساعت په دوه اړخيزو موضوعاتو، نوي حکومت او د پښتونخواپه قبايلي سيمو کې د جنګياليو پر ضد روانې جګړې په اړه خبرې وکړې اسفنديار ولي خان امريکايي چارواکيو ته وويل چې په پښتونخواکې به له ځايي وسلوالو جنګياليو سره د خبرو اترو لاره خپلوي . اسفنديار ولي خان زياته کړه چې دالقاعده ډلې له اړوندوکورنيو او بهرنيو جنګياليو سره هېڅ خبرې نه شي کېداى . د عوامي نېشنل ګوند مشر، امريکايي پلاوي ته د خپل ګوند تګلاره واضحه کړه او ويې ويل چې ټولې مهمې پرېکړې به پارلمان کوي . ده وویل: قبايلي سيمې د مرکزي حکومت ترواک لاندې دي، ځکه د قبايلي سيمو په اړه مرکزي حکومت پاليسۍ جوړوي، خو تر کومه پورې چې د سرحد ايالت د ښاري سيمو پورې اړه لري، نو ددې سيمې له وسلوالو سره به ستونزه د خبرو اترو له لارې هواروو. زاهد خان ويلي دي چې د امريکا د بهرنيو چارو دوزارت مرستيال د اسفند يار ولي خان د خبرو او پاليسۍ تاييد وکړ او خپل ملاتړ يې ورته څرګند کړ . رچرډ باوچر له دې ليدنې وروسته خبريالانو ته وويل چې د ترهګرۍ پر ضد د روانې مبارزې په اړه چې دپاکستان پارلمان هره پرېکړه وکړي، دوى ته به د منلو وړ وي . د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان نيګرو پونټي او د هغه مرستيال ريچرډ باوچر له تېرې يوې راهيسې په پاکستان کې دي. دوى وړمه ورځ د خيبر ايجنسۍ په لنډي کوټل چاوڼۍ کې د قبايلي مشرانو له يوې ډلې سره وکتل . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته