(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتونخواد صوبی نوی کابينه

[06.Apr.2008 - 19:27] دپښتونخوا په صوبه کی يوويشت کسيزه نوی کابينه پدی ډول ده: د عوامي نيشنل ګوندANP څخه امير حيدر خان هوتي اعلى وزير ،بشير احمد بلور د ښاروالۍ او کليو پراختيا د چارو وزير، ميا افتخار حسين د ښوونې او روزنې وزير، ارباب ايوب جان د کرهڼې وزير، سيد عاقل شاه د لوبو او کولتور د چارو وزير، سردار حسين بابک د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير، نيمروز خان د اوقافو د چارو وزير، نثار ګل د زندانونو د چارو وزير، واجد علي د ځنګلونو د چارو وزير، بيرسټر ارشد عبدالله د قانون او پارلماني چارو وزير، ايوب خان اشاړى د ساينس او ټيکنالوژۍ د چارو وزير، زرشيد خان د زکات او عشر د چا رو وزير او ستاره عمران د ښځينه چارو وزيره. د خلکو د ګوندPPP څخه رحيم داد خان د پلان جوړونې او پر مختيايي چارو وزير، سيد ظاهر شاه د روغتيا د چارو وزير، لياقت شباب د ګمرک د چارو وزير، شيراعظم خان د ماليې د چارو وزير، محمد شجاع د خوراک د چارو وزير، احمد حسين د صنعت وزير، انجنير همايون د اوبه خور د چارو وزير، محمود زيب د دولتي عايداتو د چارو وزير او محمد سليم د خير ښېګڼې د چارو وزير ټاکل شوي دي. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته