(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچا خان د نه تشدد الهام له قرآن څخه اخيستی و

[15.Apr.2008 - 20:35] دا وينا د هندوستان د خپلواکۍ د ځلاند اتل مهاتماګاندي لمسي او نامتو څېړونکي پروفيسر راجموهن ګاندي د ميلادي اپرېل مياشتې پر ١٢ په هغه څېړندغونډه کي د خپلې وينا په ترڅ کي وکړه چي د باچا خان د سولې او روغې د لومړۍ څېړندغونډې په نامۀ په نيويارک کي دخيبر ټولنې او د پاکستان د ملي عوامي ګوند له خوا جوړه شوې وه . ښاغلي راجموهن وويل چي ګڼ شمېر کسان خو داسي فکر کوي چي يعنې د باچاخان د نه تشدد د فلسفې الهام د مهاتماګاندي له لاري څخه و، خو ماته خپله باچاخان د ژوند په وروستيو شپو کي وويل چي دوی د ددې لارې الهام له قرآن څخه اخيستی دی . راجموهمن وايي چي ماته باچاخان دا هم وويل چي په هېڅ يوۀ کلام کي د صبر پر توري دومره ټينګار نه دی راغلی لکه په قرآن شريف کي چې شوی دی نو ځکه يې ډېر اغېز پرې کړى و . راجموهن باچاخان تر ټولو ټينګ مسلمان او د پښتنو له پاره د مينې او اخلاص ترټولو لويه سرچينه وبلله . ښاغلي راجموهن چي په دې وروستيو کلونو کي د باچاخان د نه تشدد دغورځنګ په باب يو اثر هم ليکلى او چاپ کړی دی . د نه تشدد فلسفې ته د هغه د ژمنتيا دوه علتونه ګڼي چي يو يې په پښتني ټولنه کي دکسات يا بدل اخيستنې دود له منځه وړل و او دويم يې د انګرېزانو د امپراتورۍ له سخت غبرګون څخه دخپل پښتون ولس ساتل وو . راجموهن دا خبره هم په ډاګه وکړه چې د القاعدې په نامه چي کومه اداره د ترهګرۍ په نامه ياديږي او وايي چي په پښتني سيمو کي اغېزه لري هېڅکله يې دخدايي خدمتګارانو د غورځنګ په کچه پر پښتنو اغېزه نه ده ښندلې . دې غونډې ته په لسګونو روڼ اندي، ليکوال، څېړونکي، دپوهنتون زده کوونکي د امريکا له بېلابېلو ايالتونو څخه هندوستانيان، پاکستانيان او افغانان هم راغلي و . غونډې ته د ملي عوامي ګوند مشرانو اسفنديار ولي خان او افراسياب خټک له پاکستان څخه تېليفوني ويناوې وکړې . دوی په خپلو ويناوو کې دا خبره په ټينګار وکړه چې د دوی دګوند سياست دباچاخان د نه تشدد سياست پر مخ بيايي او همدارنګه يې د پښتنو په باب دا تور هم بې ځايه وبالۀ چي د ترهګرو او افراطيانو په نامۀ يې نړۍ ته ورپېژني . دوی زياته کړه چي د پښتنو ډېری ترهګرۍ نه مني . د پښتو ژبې نامتو ليکوال او څېړونکي ښاغلي ډاکتر راج ولي شاه خټک د باچا خان د نه تشدد د سياست يوڅو بېلګې وړاندې کړې او همدارنګه يې دلوېديځوالو له پاره د پښتنو پېژندنې په باب معلوماتي خبرې وکړې . ده وويل چي پښتون په خپله خوښه دوزخ ته ځي، خو په زور جنت ته نه ځي . دوی خپلې خبرې په دې پښتو لنډۍ پای ته ورسولې چي وايي: اشنا دې بد پر ما ثبوت کړي بې بدو زړۀ له ما نه څه له بدوينه غونډې ته همدارنګه د پښتو ژبې نامتو شاعر عبدالباري جهاني په پښتو ژبه د باچاخان په باب لنډې خبرې وکړې او خپل يو اوږد شعر يې چي د پښتنو اوسنۍ ستونځې د يونابللي مېلمه انځور پکې و وړاندي کړ . د دې څېړندغونډې يوازېنى پښتو ويناکوونکي افغان ژورناليست او څېړونکى عبدالواحد مشواڼی و، چي نه يوازې يې باچاخان خپله ليدلی و. همدارنګه يې د خدايي خدمتګارانو په ټولنيزو خدمتونو کي ډېر او ګټور معلومات وړاندې کړل . دا څېړندغونډه نيمه شپه د پښتو ژبې د نامتو سندرغاړو خيال محمد او ماه جبينې په سندرو پای ته ورسېده . - دپښتونخواخبریال
بېرته شاته