(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دتورخم او پېښور ترمنځ عمومي لار دترافيکو په مخ وتړل شو

[15.Apr.2008 - 20:41] د اپریل د میاشتی په ۱۴ مه نیټه دتورخم او پېښور ترمنځ عمومي لار ، چې دزرګونو خلکو د تګ راتګ ترڅنګ نړيواله لاره هم ګڼل کيږي ، په داسې حال کښې تړل شوې ده ، چې دپاکستان څخه افغانستان ته دايساف ، ناتو او امريکايي فوځيانو ته فوځي او غېر فوځي سامانونه دوړلو ترڅنګ دنورو سوداګرو هغه مالونه ، چې افغانستان ته وړي په دغه لاره وړل کيږي ،او دغه سوداګر ددغې لارې دتړل کېدو له لامله دمالي تاوان سره مخامخ شوي دي . ددغې لارې دتړل کېدو اساسي علت دلښکراسلام دمشر منګل باغ او په کارخانو کښې داپريدو ديو بل قوم مشر مرحوم حاجي ظاهرشاه زوې حاجي اقتدار احمد اپريدي ترمنځ اختلاف ښودل شوې دى . دلښکر اسلام مشر منګل باغ تکل کړې ، چې په کارخانو او جمرود کښې دشرابو او ناروا څيزونو کارخانې وتړي ، خو حاجي اقتداراحمد اپريدي ، چې دمسلم ليګ (ن ) دسياسي ګوند يو مهم غړى هم دى ، ددغو کارخانو تړل کېدل نه غواړي ، هغه افغانان ، چې ديو اين ايچ سي ار له خوا افغانستان ته په خپله خوښه ستنيږي ددغې لارې دتړل کېدو له لامله له سختو ستونزو سره مخ دي. Scprd.com - دپښتونخواخبریال
بېرته شاته