(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په خيبر ايجنسۍ کې خونړۍ نښته

[17.Apr.2008 - 21:55] پیښور : ۱۷اپریل ۲۰۰۷ د کوزی پښتونخوا دكارخانو ماركيټ او دجم په بازار كښې دلښكراسلام اودكوكى خيل دقوم ترمينځ خونړۍ نښته پيښه شوې چې په كښې درنه او سپكه وسلې كارول كيږي،تردې دمه درې كسان وژل شوي او دولس سخت ټپيان دى،لدی امله دتورخم اوپېښور لار ، دتېرو څلورو ورځو راهيسې دترافيکو پرمخ تړل شوې ده. كوكى خېلو قوم په تخته بيګ كښې لښكرې راويستلې اولښكراسلام هم خپل سنګرونه جوړ كړى دى او ديوبل خلاف ډزې كوى. ټپيان په پيښورليډى ريډنګ ،خيبر ټيچنګ هسپتال(شيرپاو) او دحيات اّباد كمپليكس روغتون ته رسول شوي دي په دري واړو روغتونونو كې بيړنى حالات نافذدي. پولېسو دحيات اّباد په سيمه كښې دنښتې دبندېدو لپاره خپل مركز جوړ كړى دى دلښكراسلام مشرحاجى منګل باغ غوښتل چې دكارخانو په ماركېټ ، جم بازار او نورو سيمو كښې دشرابو او دمخدره موادو كارخانې اوپلورنځي له منځه يوسي، چې ددې خبرې خلاف دكوكي خېلو او زوراخېلو قوم دمنګل باغ خلاف راپاڅېدل اودتېرو څو ورځو را هيسې ديوبل خلاف سنګرونه ونيول، چې دچار شنبی مازيګر د اپریل په شپاړسمه څلورنيمې بجې ددواړو خواو لخوا سخته نښته پېل شوه چې دلښكراسلام پلويانو په كوكي خېلو بريد وكړ او كوكي خېلو په تخته بيګ كښې دلښكراسلام درې سنګرونه له مينځه يوړو اوددواړو خواو ترمنځ په نښته كښې تردې دمه دولس كسان ټپيان شوي ،چې په كې دشپږو حالات دانديښنې وړ ښودل شوي دي . پوليټيكل چارواكو دنښتې دبندېدو لپاره دجرګې دجوړولو پريكړه كړې ده ، دوروستيو مالوماتو له مخې په دغه نښته کښې دمړو شمېره شلو تنو ته رسېدلې او تر دېرشو زيات ټپيان شوي دي ، چې اته ټپيان روغتون ته رسول شوي دي او د دوو تنو روغتيايي حالت دانديښنې وړ دي په پېښور کښې وحدت ورځپاڼـی دخپلو سرچينو لخوا ليکلي ، چې دمړو شمېره تر څلويښتو هم زېاته ده . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته