(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

١١ ميليونه افغانان نالوستي دي

[21.Apr.2008 - 20:46] بی بی سی : ملگرو ملتونو ويلي چې لا هم د افغانستان سم نيمايي ماشومان د ليک لوست نه بې برخې پاتې دي، او د نالوستو کچه ١١ميليونه وگړي ده . دغه څرگندونې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ددې سازمان چارواکو کولې . ددې سازمان د چارواکو په وينا افغانستان يو له هغو هېوادونو نه دى چې د نفوسو ستره برخه يې هغه ماشومان جوړوي چې عمرونه يې د اوو نه تر ١٢ کالو پورې دي . ملگرو ملتونو روانه اوونۍ په نړۍ کې د ټولو لپاره د زده کړې د اوونۍ په نامه نومولى چې شعار يې دى ' د محروميت ختمول او د زده کړو د کيفيت لوړول'. په داسې حال کې چې افغان چارواکي په تېرو شپږو کالو کې د ماشومانو د زده کړې په برخه کې د لا ډېرو پرمختگونو خبرې کوي، خو ملگري ملتونه په دې هېواد کې د نالوستو د شمېرې ډېرښت يادوي چې په وينا يې ددې هېواد د پرمختگ په لار کې ستر خنډونه او ننگونې رامخې ته کړې دي، د ملگرو ملتونو چارواکي وايي چې دا مهال د افغانستان شاوخوا ١١ مليونه وگړي نالوستي دي . په کابل کې د يونسکو د دفتر مشر شيگيرو اوياگي چې د زده کړې د اوونۍ په اړه غږېده د زده کړو له بهيره د نيمايي افغان ماشومانو بې برخې پاتې کېدنه يې په دې هېواد کې د سترې ننگونې په توگه ياده کړه، د هغه په وينا چې ددې ماشومانو زياته برخه نجونې جوړوي : ' ښوونځيو ته د ماشومانو د داخلولو په برخه کې د شته پرمختگونو تر څنگ داسې انگېرنې اوس هم شته چې د هغو ماشومانو نيمايي برخه له ښوونځيو پاتې دي چې عمرونه يې ورته جوړ دي، د هغوى زياته برخه نجونې د قامي لږکيو او د کوچيانو ماشومان دي چې په لرو پرتو سيمو کې ژوند کوي .' بل خوا په افغانستان کې دپاملرنې په نوم يوې نړيوالې مرستندويه ټولنې په دې هېواد کې د نجونو د زده کړې په اړه اندېښنه ښولې . ددغې ټولنې لخوا خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې ٦٥ په سلو کې نجونې ښونځيو ته نه ځي . د پاملرنې مرستندويه ټولنه د ښځينه ښوونکو پراخ کموالي ته هم اشاره کړې، چې په باور يې ښوونځيو ته د يو شمېر نجونو د نه تلو لامل گرځېدلى . د پا ملرنې مرستندويه ټولنه پر افغان حکومت غږ کوي چې په افغانستان کې د نجونو ښوونې او روزنې ته پام زيات او د ښځينه ښوونکو روزنې ته دې زور ورکړي . دغه ټولنه يادونه کوي چې دا مهال په افغانستان کې د ټولو څه باندې پنځه ميليونو زده کوونکو درېيمه برخه نجونې جوړوي . د پاملرنې موسسې لخوا په خپره شوې اعلاميې کې د ټولنې د مشرې لخوا افغان حکومت او نړيوالو مرستندويه ټولنو ته وړانديز شوى چې د ښوونې او روزنې پر وړاندې د پرټو خنډونو ليرې کولو ته اغيزمنې اقتصادي لارې چارې ولټوي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته