(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لغمان ادبي اوکولتوري خوځښت

[22.Apr.2008 - 20:18] د لغمان ولايت ټولو ادیبانو او ژورنالستانو د اپریل د میاشتی په شلمه نیټه د لغمان د مهترلام بابا په ښار کې ددوه ورځنۍ غونډی ترڅ کې د ښاغلی عبدالمعيد هاشمي تر مشرۍ لاندی د «لغمان ادبي او کولتوري خوځښت »په نامه نوې ټولنه جوړه کړه . چی په دغه ګډه غونډه کې د ټول لغمان او په نورو ولايتونو کې مېشتو شاوخوا ١٥� تنو ادیبانو ، د قلم والواو ژورنالستانو برخه اخيستې وه .د لغمان ادبي او کولتوري خوځښت د کارونو د پرمخ بيولو په موخه يوه جرګه ګۍ جوړه شوه چی ښاغلی عزيز تحريک ، ښاغلی ميار سول حميديار، ښاغلی استاد غلام نبي ګل، ښاغلی محمد نادر مخور، ښاغلی عبدالغني هاشمي، ښاغلی احسان الله الينګارى ، ښاغلی استاد محمد عيسى سعد او ښاغلی عبدالله صداقت شامل دي . Laghman Adabi Au Kulturi Khwazakht - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته