(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غمرازۍ او تسلیت څرګندونه! ( الحاج محمدنادر سرشار )

[11.May.2008 - 20:11]
د لوی خدایچ په نامه د غمرازۍ او تسلیت څرګندونه!
په ډیره خواشینۍ سره خبر شو چې ارواښاد څارنوال عبدالقدیر ببرک د اجل داعیې ته لبیک ویلي او له دې پاتې نړۍ څخه کوچېدلی دی. انالله و اناالیه راجعون. مونږ په دې غم او ماتم کې ځانونه د ارواښاد د کورنۍ سره شریک ګڼو او د خدای بښلي کاکا حاجي صیب فضل الرحمن، ورونو هر یو ښاغلو معین جان او زمرک، د کاکا زامنو ښاغلو حضرت عمر پیلوټ او میرزامحمد، خورینو انجنیر روفي، مطیع الله روفي او خسرو روفي او نورو خپلوانو ته د خپلې غمرازۍ، خپګان او تسلیت څرګندونه کوو او د اللهچ څخه هیله کوو چې ارواښاد ته د جنتونو اته واړه دروازې خلاصې لري او پاتې کسانو ته دې رب العزت زغم او جمیل صبر په برخه کړي. امین یارب العلمین.
د الحاج محمدنادر سرشار او کورنۍ له خوا
- الحاج محمدنادر سرشار
بېرته شاته