(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارواښادميراجان (سيال)ادبي هلې ځلې ونمانځل شوى

[17.May.2008 - 12:36] لر او بر لوی افغانستان: ددغه ارزونې او درناوي لپاره دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې او دارواښاد سيال کورنۍ دچهارشنبې ورځ دغويي په پنځه ويشتمه دجلال اباد ښار په سپين غر هوټل کې ديو علمي سيمينار تابيا کړې وه .په سيمينار کې پر ننګرهار،کونړ او لغمان ولايتونو سربيره له پلازمينې کابل او کوزې پښتونخوا نه ګڼو ليکوالو،شاعرانو،سياستوالو، دقلم خاوندانو او د(سيال) مينه والو ګډون کړې و . سيمينار ته دهيواد له ګوټ ،ګوټ نه دعلمي او اکاډميکو مرکزونو ،کلتوري ټولنو او ډله يزوه رسنيو سربيره افغان ولس مشر حامد کرزي هم خپل پيغام رااستولى و،ولس مشر په خپل پيغام کې ميراجان (سيال) دتورې او قلم سړى بللى شوى او ويل شوي چې ارواښاد سيال په سختو شرايطو کې مطبوعاتي کارونه وکړل ،اشعار يې وويل،مقالې يې وليکلې اودپخوانيو ملي شخصيتونو او غازيانو دکارنامو په باب يې اثار وليکل. دارواښاد ميراجان (سيال) دادبي خدمتونو دارزونې او درناوي په دغه يو ورځني علمي سيمينار کې دهيواد نوموتو او ښاغلو ليکوالو هر يو استاد عبدالله خدمتګار(بختاني) استاد سعدالدين(شپون) استاد محمداصف (صميم) عبدالهادي (خليلزي) استاد سيدمحې الدين (هاشمي) استاد محمدعارف (غروال) استاد فضل ولي (ناګار) استاد لال پاچا(ازمون) سليم سلامت(مومند) او استاد ببرک (مياخيل) دويناو او مقالو په ترڅ کې دارواښاد ميراجان(سيال) پرادبي خدمتونو ،جهادي کارنامو او پښتونواله هر اړخيزه رڼا واچول . استاد عبدالله بختاني وويل چې سيال مومند دهند د نيمې وچې د ازادۍ په مبارزه کې، دافغانستان داستقلال او د پښتونستان په مسئله کې مهم رول ترسره کړى دى . نوموړي زياته کړه، سره له دې چې سيال مومند يو تکړه مجاهد و، د انګريزانو پر ضد يې کلکه مبارزه کړې، خو د باچا خان د عدم تشدد دلارې لاروى و . استاد محمد اصف صميم وويل چې سيال مومند د پښتو ادب لوى خدمتګار او د پښتون ولس ستر مبارز و. هغه وويل چې سيال مومند د تحقيق او څېړنې په برخه کې ستر خدمتونه کړي دي او د ادب داسمان پنځه ستوري دده په کور کې پاتې کېدل او غونډې يې کولې . دسيمينار دويمه برخه چې مشاعرې او موسيقۍ ته ځانګړې شوې وه په کې پرځوانو شاعرانو سربيره حبيب الله (زړه سواند شينواري) او استاد (بختاني ) هم خپل شعرونه وويل وروسته په ختيز کې پيژندل شوي سندرغاړي (نواب استاد) دارواښاد (سيال) هغه غزلې او نظمونه دموسيقۍ په پردو کې ګډونوالو ته واورول چې نه چا تر اوسه اوريدلي او نه هم تر ډيره دسيال صيب په چاپ شوي کلياتو کې راغلي ،دسيمينار په پاې کې دسيال لمسي (فريد سيال) په دغه سيمينار کې داورول شويو ويناو او مقالو ديوې ټولګې په بڼه دچاپ ژمنه وکړه- لر او بر
بېرته شاته