(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد کبير ستوري «ژوندی یادونه» ټولګه چاپ شوه

[18.May.2008 - 07:17] دا کتاب دارواښاد ډاکتر کبير ستوري د یاد غونډو د مقالو، ویناوو، شعرونو او پیغامونو ټولګه ده چی دلری او بری پښتونخوا د(90) کسانو لیکوالانو، سیاستوالو ، ادیبانو او پوهانو ،لیکنی او شعرونه او د اتلسو (18) سیاسی او ادبـی ټولنو پیغامونه پکی د پښتونخوا پوهنی دیری له خوا په دریو څپرکو کی چی(368) مخونه لري، د دانش خپرندويې ټولنې لخوا چاپ شوی.

د پښتونخوا د پوهنی دیری لخوا دکتاب په لنډه سريزه کی راغلی:

د نړۍ پرمخ ډېر انسانان ژوند کوي او ټول د يوه خالق زېږنده دي، خو په دغه انسانانو کې هم توپير شته. څوک شپه او ورځ د قوم او ملت په غم کې ډوب وي، څوک ځان جوړوي او څوک جهان جوړوي، لکه الفت صيب چې وايي:

ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ واړه لګيا دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي

ارواښاد ډاکتر کبير ستورى د پښتو د اسمان هغه ځلنده ستورى و، چې رڼا يې په ټول جهان خوره وه. ددغه روڼ او روښانه ستوري د رڼا پلوشې په هر لوري خورې وې، که د هغه د ژوند پر هر اړخ موږ څه ليکو، نو کتابونه به پنډ او د قلم خېټه به تشه شي، خو د هغه حق به ادا نه شي. موږ يواځې کوښښ کړى، چې د پښتو او پښتونولۍ مئينانو ته د ارواښاد مينه ورورسوو. د 2007م کال د اپريل په څلورمه نېټه د کونړ مېشتو فرهنګيانو او د کونړ د شاعرانو، اديبانو او ليکوالانو په نوښت د کونړ ولايت په مرکز اسداباد کې د ارواښاد ستوري په ياد يوه درنه غونډه جوړه شوې وه. همدارنګه د 2007م کال د اپريل په 13مه نېټه د پېښور په پريس کلب کې د پښتو عالمي کانګرس او غني خان ادبي څېړنيز مرکز له خوا د محترم پروفيسر جهانزېب نياز په کوربه توب د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري په ياد يوه درنه غونډه جوړه شوې وه او بيا د 2007م کال د جون په 8مه نېټه د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند له خوا په جرمني کې يوه لويه او پرتمينه غونډه جوړه شوې وه، چې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود محمد افضل خان لالا په خصوصي بلنه دغې غونډې ته ورغلى و. مونږ ددغه درېواړو غونډو ويناوې، مقالې، ليکنې او شعرونه په دې کتاب کې راغونډ کړي دي، خداى دې وکړي چې ټول پښتون قام او د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري مينه وال ترې ګټه واخلي.

په درنښت د پښتونخوا د پوهنې دېره پېښور، پښتونخوا

مينه وال يې په لره او بره پښتونخوا کې له کتاب پلورنځیو او اخبار پلورنځیو څخه ترلاسه کولای شی. دا کتاب د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په انټرنيټي دير ه kabirstori.comکی هم لوستلای شۍ په درناوی
-
بېرته شاته