(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتونخواملي عوامي ګوند تر نظارت لاندي مظاهره

[21.May.2008 - 10:28] لراوبر ډاټ کام :21.05.2008 دسهیلي پښتونخواپه تاریخي ښارکوټه کښي دګراني،داوړودکاختي اوپه ښارکښي د ښاریانو د تېښتولوپه ضدپه ښارکښي دحکومت له اړخه امنیت نه په ځاي کولواودغلومرسته کولوپه ضدلوي مظاهره وسوه. مظاهرچیانودښارپه بیلابیلوسړکانوګزمه وکړه.مظاهرچینودحکومت په ضد شعارونه ورکول اواوړوغواړو،امن غواړو،روزګارغواړونارې یې اوچتولې.مظاهرچینوته د ویناکولوپه دپښتونخواایس اومرکزي سیکتراحمدجان وویل چي په کوټه ښاراودایالت په نورو ښاروکښي داوخت په ګراني کښي په لوي کچه وده سوې ده.په ښارکښي دقانون پلې کونکوپه ځاي دججه اخستونکوباچاهی ده. دغلواولوستونکو،تاجرانوتېښتونکومرسته پولیس اوپوځ کوي دوي غواړي چي ولس په ویره کښي اخته کړي اوپوځي امرخپله واکمني پروکي.دپولیسولوړپوړي دغلویاران اودوستان دي.نوموړي وویل چي پکاردي چي پولیس خپله وظېفه په ښه توګه ترسره کړي.دولس ژغورنه دي باوري کړل سي.دغلواودګراني په ضدبه دپښتونخواملي عوامي ګونداحتجاج دوام لري.ترڅوچي ولس ته دژوندبنسټیزه آسانتیاوي نه ورکول کېږي. په دې مهال دګوندایالتي ډپټي سیکترعبدالرحیم زیارتوال وویل چي په ټوله ایالت کښي داوړوډیره سخته کاختي دوام لري.په ایالت کښي په بې روزګاري کښي وده سوې ده.ولس له ډیرکړکیچن حالاتو سره مخامخ دي.دغه ټوله حالات پوځي امرپرویزمشرف رامخته کړي دي ، له هغه راهیسي چي مشرف په واک لاس پوري کړي دي له هغې ورځي راهسي ولس له کړکیچنوحالاتوسره مخامخ دي.ترڅوپوري چي دغه امردولس مشرپه ماڼي کښي دي ترهغه وخته پوري به ولس له ستونزو سره مخامخ وي.نوموړي وویل چي موږپه واروارویلي ووچي لیویزدي په پولیسوکښي ګډنه کړل سي.ځکه چي په لیویز۶۶کروړه کالداري خرڅ راځي.په پولیسویوارب څلوېښت کروړه کالداري خرڅول کېږي اولیویزپه خپلوسیموکښي امنیت بشپړه کړي دي. پولیس دغلوملګري دی امنیت نه سي بشپړه کولي.خودپوځي امرپه لارښوونه یوۍ سړي لیویزپه پولیسوورګډکړیه چي له کبله یې په ټوله ایالت کښي په غلاووکښي وده سوې ده.پولیس په ښاروکښ ي امنیت بشپړه کولوکښي پاته راغلي دي.په کوټه ښارکښي چي کومي غلاوي کېږي خلګ تېښتول کېږي په دې ټولوپېښوکښي دپولیسولاس دي.موږدپولیسونظام په ضدیوجرنال مشرف پولیس دلاري په ولس کښي ویره خوروي.نوموړي وویل چي په ټوله پاکستان کښي دغنمولووپېل سوي دي.خوددې برسېره په ټوله پاکستان کښي داوړوکاختي ده. سرکاري نوکران اوعام وګړي دیوې تېلې اوړوپسې ټوله ورځ منډي وهي خپل ټوله کارونه تېرپاته دي.نن په پاکستان کښي عدلیه بندي ده عدلیه خپلواکه نه ده.اثاسی قانون پوځي امرترپښولاندي کړي دي.دقاضیانوبېرته په ځاي کېدوکښي خنډونه دي.نن ورځ راغلې ده چي دامرسره حساب وکتاب وسي اوس پکاردي چي امریت ختم کړل سي.جمهوريت رامخته کړل سي وولس ته خپل حق ورکول سي.ترپوري په لندن اواوس بیاپرپاکستان کښي دعدلیه پرخپل واکي باندي سوداوي رواني دي. پاکستان بله مارشل لاء نه سي زغملۍ که چیري یوځل بیامارشل لاء رامخته سي نوپاکستان به له کړکیچ سره مخامخ سي.نوموړي وویل چي موږدجمهوریت په ځاي کولو.ګراني اوبې روزګاري ختم غواړو.پکاردي چي په بودېجه کښي دپوځیانودپاره لږکالدارکښېښول سي.پوځ ساتل په خزانې لوي باردي.پرپاکستان کښي به واکمني دولس وي دیوپوځي امرواکمني نوره نه منل کېږي.نوموړي وویل که چیري پولیس په ښارکښي امنیت نه سي په ځاي کولي.نودپښتونخواملي عوامي ګوندملګري به امنیت بشپړه کولودپاره رامخته سي.اودپولیسوڅخه به ټوپکان واخلي اوپخپله به په کوټه ښارکښي امنیت بشپړه کړي. نوموړي وویل چي ډي ایس پي رحمت نیازي دغلوملګرتیاکوي بایدچي هغه له خپلي وظېفې څخه لیري کړل سي.داوخت دخوراک محکمه دغلواډه ګرځېدلې ده.په دې مهال دګوندمرکزي سیکترروف لالااوایالتي سیکترعثمان خان کاکړوویل چي دولس ژغورنه دحکومت وظېفه ده ځکه چي ولس وحکومت ته خپل دګټي څخه برخه(ټیکس)ورکوي.په پاکستان کښي ترننه پوري دولس حق نه دي منل سوي اونه تراوسه پوري ولس ته خپل حق ورکول سوي دي.پاکستان کښی چي کوم حکومت رامخته کېږي په هغه کښي دپټوښبکولاس وهنه ارومرووي.په کوټه ښارکښي په سایکل دوه کسیزه سوارلي ته اجازه کېږي خووغلوته لاره ورکول کېږي اوپولیس یې په دې غلاووکښي نیمه برخه لري. پولیس اونورحکومتي چارواکي غلودنیولوپه ښاري وګړي نیسي کالداري ځیني اخلي.پښتونخواملي عوامي پارتۍ دولس دپاره دنړي واله قانون سره سمون خوړونکي قانون غواړي.که چي دپونم په وړاندیځوعمل وسي نوپاکستان به برابادي اوماتېدوڅخه وژغورل سي.نوموړووویل چي حکومت ویلي ووچي څوورځوکښي به موږټوله حالات سم کړوڅه وخت راکړي.دولس ټولي ستونزي به هواري کړوخوپه پینځوس ورځوکښي درې ځله دتیلوبېعه اوچته سوه.په پینځوس ورځوکښی په کوټه ښارکښی په ګراني کښي وده سوې ده.په لوي شمېرکورنه چورسوي دي.به دې ورځوکښي په ښارکښي په ښکاره تجاران شکول سوي دي.دورځي په سلګونوموټران داوړوکاچاک کېږي.کوم چي دپولیسو،ملیشااودایالتي وزیرانوپه مرسته ترسره کېږي.داوخت په ایالت کښي ترټولولوي کارداوړوپټول دي.ددې ټولوستونزوذمه واره څلوره ګوندوپیپلز،ن لیګ،اې این پي اوجمعیت علماء اسلام دي.چي په مرکزکښې حکومت دي.دوي دولس ستونزوته پام لرنه نه کوي.هم دغه شان په سهیلي پښتونخواکښي د۹ګوندوحکومت دي دوزیرانویولوي پوځ دي کوم چي دایالت مهالي زیان دي.دوي وویل چي صدراعظم دي دروان کال اوراتلونکي کال په بودېجه کښي وپوځ ته کمه برخه ورکړي.دوي دصدراعظم ددې خبري په کلکه غندنه کړې ده چي صدراعظم وویلي ووچي پوځ ته به ډیره برخه ورکوله سي . روف لالا اوعثمان خان وویل چي دولس له هیچاسره هیڅ ډول بدي نسته دپوځي امرانواودواکمنوله نوروهېوادوسره دښمني ده.پکاردي چي په بودیجه کښي دپوځ برخه کم کړل سي.نوموړوداخبره په ډاګه کړه چي داد پښتنو او بلوڅو ګډایالت دي دلته په دواړو لويو څوکیو باندي د دواړو قاموحق دي داوخت دایالت دوالي په څوکي دپښتنوحق دي موږپه دې څوکي غیرپښتون والي نه سوزغملي . پکاردي چي دوالي څوکي وپښتنوته ورکول سي. پښتنو ته په ایالت کښي دبرابري په بنسټ حق ورکول سي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته