(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د صوبایـی حکومت او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شو

[23.May.2008 - 12:07] پېښور:د پښتونخواد صوبایـی حکومت او سيمه ييزو طالبانو ترمنځ دامن او سولې تړون لاسليک ،چې له مخې به يې په سوات او ملاکنډ کښې د١٩٩٩ کال شرعي قانون ټينګښت مومي،امنيتي ځواکونه به له سوات څخه په پړاويزه توګه ويستل کيږي،طالبان به سيمه کې دحکومتي چارو ټينګښت مني، د پښتونخوادحکومت مشر وزير بشيراحمد بلور
خبريالانو ته وويل،چې دحکومت او سيمه ييزو طالبانو ترمنځ پنځلس ماديز تړون لاسليک شوى،چې په سوات کښې به په ښکاره توګه وسله نه ګرځول کيږي ،دترهه ګر ۍ دروزنې مرکزونه به له منځه وړل کيږي،دمولانا فضل الله په سيمه ( امام ډهېرۍ )کښې به اسلامي پوهنتون جوړيږي،چې طالبان به ورسره مرسته کوي،په سوات کښې به دخطرناکو ناروغيو دمخنيوي خلاف دکمپاين چلولو بشپړ اجازت وي،دخپل سرو ملېشو په جوړولو به بنديز وي،دسي ډي او سلمانيه په دوکانونو به بريدونه نه کيږي،يوازې هغه ايف ايم رېډيو چينلې به خپرونې کوي،چې جواز ليک ولري،طالبان به نه يوازې ځانمرګى بريدونه نه کوي ،بلکې که دنورو لخوا تر سره شول،دوى به يې غندي،طالبان به په دولتي ودانيو بريدونه نه کوي،امنيتي ځواکونه به غله او ډاکوان نيسي،طالبان به په دې لړ کښې حکومت ته ستونزې نه پېښوي او دبنديانو دخوشې کېدو لپاره به خبرې روانې ساتل کيږي،دغه تړون دخبرو اترو په درېيم پړاو کې په پېښور کښې لاسليک شو،چې پرې دواړو خواوو لاسليکونه وکړل،دحکومت لخوا سينير وزيران بشير بلور، رحيم داد خان،دعوامي نيشنل پارټۍ ايالتي مشر افراسياب خټک،دملاکنډ ډوېژن دپوليسو مشر تنويرالحق او دسوات سيمه ييز پوليس مشر او د مولانا فضل الله د ډلې ځنې کسان موجود و .- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته